پاکستان کې د میوې نه رانیولو اعتصاب

د انځور حقوق .

د پاکستان بېلا بېلو ښارونو کې ځینو خلکو د مېوې نه پېرلو درې ورځنی اعتصاب کړی. دغه لړۍ له خواله رسنیو پیل شوه.

موخه د روژې میاشت کې د میوو بیو لوړېدو خلاف احتجاج ښوول شوی. د لاهور مغولپورې سیمې شکېل احمد وايي، دوې ورځې کېږي، چې آم یې ډېر مشتریان نه لري.

د بي بي سي خبریال عمر دراز ننګیانه په رپوټ کې ویل شوي، شکیل احمد د روژې میاشتې پیل کې یوه کیلو آم تر ۲۰۰ پاکستاني روپیو پورې پلورلي دي، خو اوس یې په ۱۳۰ روپۍ پلوري. شکیل احمد وايي:

''له اعتصاب مخکې ورځې اوږدو کې مې د ۲۰ زره روپیو آم پلورلي وو، خو نن مې ایله ۸۰۰۰ روپۍ کاروبار کړی دی، ځکه مې لږ آمونه پلور ته ايښي، چې هسې نه خراب شي. ''

د انځور حقوق .

علي رضا خټکي پلوري. دی وایي، دغه اعتصاب یې پر کاروبار ډېر اغېز نه دی کړي. نوموړی وايي هره ورځ له روژه ماتې مخکې د نژدې ۴۰ زره روپیو کاروبار کوی.

خو د بي بي سي خبریال وايي ماسپښین څلور بجو پورې د علي رضا د خټکیو پلور کراچۍ ډکه پاتې وه او ورسره یې کوم مشتري و نه لید.

د آمونو یوه مشتري نعیم عباس که څه له اعتصابه خبر نه و، خو وايي د روژې له راتلو سره د میوو بیې لوړېږي. هغه وايي:

د انځور حقوق .

''بيې لوړیږي، خو موږ باید میوه وخورو، که ګرانه هم وي، اخلو یې. ''

د آمونو یو پلورونکی سعید احمد ویلي، اعتصاب سره به هېڅ توپیر رانه شي، ځکه په وینا یې عمده پلورونکي مېوې ګرانه پلوري:

''زموږ ګټه خو په کې ایله ۱۰ روپۍ دي. دې کې ټوله ورځ مزدوري هم کوو، د کڅوړو او خرابې میوې لګښت هم له جیبه ورکوو. ''

د انځور حقوق .

نوموړی وايي که د منډيي عمده پلورونکو پرېکون اعلان شي، دی به هم په کې برخه واخلي، خو په وینا یې له اعتصابه مخکې یې میوه له منډيي پېرلې، چې وايي اوس اړ دی په هغه بیه یې وپلوري، چې ده رانیولې.

سعید احمد وايي، اوس منډيي کې مېوې نه موندل کېږي، ځکه د میوو کاروباریان د اعتصاب پای ته رسېدو انتظار کوی او نوموړی ادعا کوي، چې له هغه وروسته به بېرته په پخوانۍ بیه د میوو پېر او پلور پیل شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب