لندن کې برید مرګ ژوبله واړوله

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یو کس وژل شوی.

د برتانیا پولیس وايي د پلازمېنې لندن په زړه کې د بریدګرو له لورې په موټر او چاکو د کړیو بریدونو له امله لږ تر لږه یو کس وژل شوی او ګڼ نور ټپيان شوي دي.

پولیسو ته د خلکو له لورې خبر ورکړل شوی و چې یو موټر د لندن بریج په سیمه کې پر پلیو خلکو ورغلی دی.

دا برید د لندن پر وخت د ماخوستن پر ۱۰ بجې شوی و.

پولیسو ته ویل شوي چې دغلته بریدګرو په چاکوانو پر خلکو ګوزارونه کول.

د لندن روغتیايي چارواکي وايي لږ تر لږه ۲۰ کسه روغتونونو ته د درملنې لپاره وروړل شوي دي.

د برتانیا لومړۍ وزیرې اغلې مۍ دا پيښې ٫٫ خورا بدمرغې٬٬ وبللې.

د لندن ښاروال صدیق خان وویل ٫٫ دا یو خورا کرغېړن ترهګر برید٬٬ و.

ښاغلي صدیق خان زیاته کړه ٫٫ د لندن له ټولو اوسېدونکو او سیلانیانو څخه هیله کوم چې ارام واوسي او پام وکړي. موږ لا د پيښې له پوره جزییاتو نه یوو خبر. خو دا د لندن پر بې ګناه خلکو قصدي برید و.٬٬

عیني شاهدانو بي بي سي ته وویل دوی دوه یا څلور کسه ولیدل چې له برید وروسته له موټره راکوز شول او منډه یې کړه.