لندن بریدونه: پولیسو ته 'د بریدګرو نومونه معلوم دي'

د انځور حقوق Dan Kitwood
Image caption د ۲۱ ځینو ټپیانو وضعیت چې په روغتون کې دي نازک بلل شوی.

لندن پولیس وايي، دوی د هغو درېیو کسانو نومونو پیژني چې وړمه شپه یې په چاکو ګانو په یوه برید کې اووه کسه ووژل او شاوخوا ۵۰ نور یې ټپيان کړل. پولیس چارواکو له رسنیو غوښتي چې د هغوی د هویت له په ډاګه کولو ډډه وکړي.

بل لور ته 'اسلامي دولت ' نومې ډلې په یوه اعلامیه کې چې تیر ماښام خپره شوه، ویلي په لندن کې د وړمې شپې برید دوی کړی دی.

رویټرز خبري اژانس وايي، په دغې اعلامیه کې ویل شوي چې دغه بریدونه د دوی یوې ډلې ملګرو کړی او دغې ډلې د ورته نورو بریدونو ګواښ کړی دی.

دغه درې واړه برید کوونکي د پولیسو په ځوابي ډزو کې ووژل شول.

د پېښې په تړاو د پولیسو پلټنې دوام لري او وروستي معلومات ښيي چې د لندن په ختیځ کې په همدې تړاو ۱۲ مشکوک کسان نیول شوي دي. د نیول شویو کسانو په ډله کې اته یې مېرمنې دي.

مړو شویو کې دوه کسان د کاناډا او فرانسې وکړي هم شته.

د برتانیا د وزیرانو کابینې د "کوبرا " په نامه تر بلل شوې غونډې وروسته لومړۍ وزیرې اعلان وکړ چې هېواد یې له نویو ترهګریزو ګواښونو سره مخامخ دی.

نن (یکشنبه) تېرېزا مې خپلې وینا کې وویل چې وروستیو کې پر لندن او مانچستر د درېیو بریدونو ترمنځ د همغږۍ له پلوه تړاو نشته خو "یوه شیطاني ایدیالوژي " یې سره تړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption لومړۍ وزیره مې وايي، پر لندن او مانچستر د درېیو بریدونو ترمنځ د همغږۍ له پلوه تړاو نشته خو "یوه شیطاني ایدیالوژي" یې سره تړي.

ویل کېږي اوس څېړونکو د تېرې شپې بریدګر چې د پېښې په ځای کې وژل شوي پېژندلي. بله خوا پولیسو د لندن په ختیځ کې ۱۲ کسان د تېرې شپې له بریدونو سره د تړاو په تور نیولي دي چې څلور یې مېرمنې دي.

مېرمن مې د برید د غندلو تر څنګ وویل: "د لندن د پارلمان ودانۍ ته له نژدې بریده وروسته، پولیسو د پنځو نورو توطیو مخنیوی کړی دی، خو اوس یې وخت رارسېدلی چې ووايو نور یې نه زغمو. "

تر دې وړاندې د برتانیا پولیسو اعلان وکړ چې د پلازمېنې لندن په زړه کې بریدګرو په موټر او چاکو ولسي وګړو مرګ ژوبله اړولې ده.

پولیسو له پېښې اته دقیقي وروسته درې واړه بریدګر ووژل.

پولیسو ته د خلکو له لورې خبر ورکړل شوی و چې یو موټر د لندن بریج په سیمه کې پر پلیو خلکو ورغلی دی.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د لندن برید: پولیس له خلکو غواړي د خوندي پاتې په پار پروت وکړي.

پولیسو ته ویل شوي چې دغلته بریدګرو په چاکوګانو پر خلکو ګوزارونه کول. عیني شاهدانو ویلي، دریو بریدګرو له ګوزارونو وروسته د بورو مارکېټ په لور منډې وهلې.

دا برید د لندن پر وخت د ماخوستن پر ۱۰ بجې شوی و.

پولیس دا هم وايي، چې یوه بریدګرو د ځانمرګي د واسکټ په څېر یو څه اغوستي و، خو وروسته معلومه شوه چې دا کار یې د خلکو د تېر باسلو لپاره کړی و.

ترهګریز بریدونه

د انځور حقوق Gabriele Sciotto
Image caption هغه بریدګر چې د ځانمرګي واسکټ په څېر یې یو څه اغوستي و.

په لومړیو کې د لندن روغتیايي چارواکو ویل لږ تر لږه ۲۰ کسه روغتونونو ته د درملنې لپاره وروړل شوي دي.

خو اوس وايي، چې له دې بریدونو ۳۰ ټپیان مختلفو روغتونونو ته وړل شوي دي.

په بریدونو کې یو پولیس هم ټپي شوی، خو امنیتي سرچینې وايي، ټپونه یې خطرناک نه دي.

لومړۍ وزیرې مې دا پيښې ترهګریزې او ٫٫ خورا بدمرغې٬٬ وبللې.

* لندن برید: ۵ کسان وژل شوي ۴۰ ټپیان دي

* د لندن برید په اړه د نړۍ د مشرانو همدردي

د لندن ښاروال صادق خان وویل ٫٫ دا یو خورا کرغېړن ترهګر برید و.

ښاغلي صادق خان زیاته کړه ٫٫ د لندن له ټولو اوسېدونکو او سیلانیانو څخه هیله کوم چې ارام واوسي او پام وکړي. موږ لا د پيښې له پوره جزییاتو نه یوو خبر. خو دا د لندن پر بې ګناه خلکو قصدي برید و.

د برید غندل

لندن د انځور حقوق Getty Images
Image caption برید د لندن د خلکو له خوا هم غندل شوی او د مړو په یاد خلک ګلان ږدي.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ټوېټر پیغام په خپرولو سره دا برید غندلی او ویلي یې دي چې په دغو حساسو شیبو کې امریکا له برتانیا سره د هر ډول مرستې لپاره تیاره ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا برید غندلی دی.

دوی په یوه اعلامیه کې وايي، که برتانوي چارواکي ترې کوم ډول مرسته وغواړي، نو همکارۍ ته ور سره چمتو دي.

د فرانسې ولسمشر هم په یوه پیغام کې د برید له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي چې هېواد یې له برتاینا سره ولاړ دی.

* بریتانیا د ترهګرۍ ګواښ لوړې کچې ته پورته کړی

* برتانیا له امریکا سره د استخباراتي معلوماتو شریکول وځنډول

د جرمني لومړۍ وزیرې هم دې بریدونو ته په غبرګونو کې ویلي: "موږ پولو ته له پام پرته په خپګان او غوسه کې یو، خو په کلک هوډ له یو بل سره ولاړ یو".

لندن د انځور حقوق AFP

د اروپايي جرګه ګۍ مشر ډونلډ ټوسک هم ویلي، چې اروپا د ترهګرۍ پرضد له برتانیا سره په ګډه مبارزه کوي.

د برتانیا د مسلمانانو ټولنې مشر هارون خان هم د یوه بیان په خپرولو سره دا بریدونه غندلي دي.

"هغه لیکلي دي د هر ځای مسلمانان له هغو بریدونو کرکه کوي او پرې غوسه دي، چې دغو ډارونو کړي او زموږ د برتانوي هېوادوالو ژوند یې اخیستي".

د نوموړي په خبره، په روژه مبارکه میاشت کې - چې ډېری مسلمانان روژتي دي او عبادت کوي - دا ډول بریدونه ښيي چې بریدګر رښتوني ژوند او باورونو ته ژمن نه دي.

له مارچ راهیسې دریم برید

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د برید له امله ترهېدلي خلک

د روان کال له مارچ میاشت راهیسې دا په برتانیا کې دریم ترهګریز برید دی.

د مۍ پر ۲۲ په مانچسټر کې پر کنسرټ برید وشو، چې ۲۲ کسان یې ووژل او ۱۱۶ یې ټپیان کړل.

دغه بریدګر ۲۲ کلن سلمان عبیدي ښودل شوی، چې کور جوړ باروتو سره یې د امریکايی سندرغاړې اریانا ګراندې د مینوالو منځ کې چاودنه وکړه.

د مارچ پر ۲۲ یوه بریدګر د برتانیا له پارلمان سره نږدې برید وکړ، د ده په ګډون شپږ کسان ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول.

دغه بریدګر خالد مسود اول پر خلکو موټر وخېږاوه وروسته یې چاکو په لاس د پارلمان لور ته منډه کړل، خو پولیسو وواژه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د وضعیت په کنټرولولو کې د پولیسو رول ستایل شوی دی.

اړونده مطالب

ورته مطالب