"ټرمپ پر داسې افغان پوځي ستراتیژۍ کار کوي، چې پخوا تکرار شوې"

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا ولسمشر افغانستان ته د ځواکونو پر استول غور کوي.

امریکايۍ ورځپاڼه نیویارک ټایمز په یوه تحلیلي مطلب کې لیکي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اوباما له دورې له راپاتې جګړې سره مخامخ دی .

خو زیاتوي چې ښاغلی ټرمپ د افغانستان په اړه تر ډیره پر پوځي ستراتیژۍ فکر کوي، وايي دا هغه څه دي چې پخوا تکرار شوي.

ورځپاڼې د اوباما د واکمنۍ پرمهال د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ډانیل فیلډمن هغه خبره را اخستې چې وايي د مسلې د حل لپاره یواځې پر پوځي لارو چارو غور کیږي په داسې حال کې چې دی وايي د افغانستان لپاره باید پر یوه پراخه تګلاره فکر وشي او د ده په وینا پر سختې دپلوماسۍ باید فکر وشي.

هندو:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا اندېښنه هم شته چې له دې تړون د امریکا په شا کېدلو سره به په پاکه انرژۍ کې د چین سوداګري نوره هم پراخه شي.

هندۍ ورځپاڼې The Hindu خپله سرمقاله د اقلیم په اړه د پاریس غونډې ته ځانګړې کړئ او زیاتوي چې له دغې هوکړې د امریکا په شا کیدل باید د نړۍ د اقلیمي بدلون په برخه کې د ټاکل شویو هدفونو د لاسته راوړلو ټاکلې لارې له خنډ سره مخامخ نه کړي.

ورځپاڼې دغه راز غوښتنه کړې چې ګډ مسوولیتونه باید وټاکل شي چې د ملګرو ملتونو له خوا د دغې جوړې شوې هوکړې ملاتړ وشي، او دغه راز هغو هيوادونو ته ټاکلي مسوولیتونه وسپارل شي چې د ځمکې د تودوخې د درجې په لوړلو کې ډیره ونډه لري او د دوی د فعالیت له امله دغه درجه له دوه لوړه شوې ده .

ډان:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان د پوځ پخوانی لوی درستیز چې دا مهال د دغه ایتلاف مشر دی او د سعودي له بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه لري.

پاکستانۍ ورځپاڼه ډان خپله سرمقاله د سعودي عربستان په مشرۍ د ترهګرۍ ضد ایتلاف ته ځانګړې کړې ده.

د ورځپاڼې په وینا د دغه ایتلاف په اړه ځینې احتمالات تر سترګو کیده چې اوس را برسیره شوي ، ورځپاڼه زیاتوي د سعودي په مشرۍ دغه ائتلاف ښايي د وسله والو ضد اهداف هم ولري خو وايي اوس دا ډیر جوته ده چې دغه ډله د ایران ضد ایتلاف دی.

ورځپاڼه زیاتوي د یوه ګاونډي هېواد په توګه له اقتصادي او امنیتي پلوه ایران د پاکستان لپاره ډیر مهم دی او پکار ده چې حکومت، پوځ او د پوځ پخوانی قوماندان چې اوس د دغه ایتلاف مشر دی په دې اړه خپل دریځ ته بیا کتنه وکړي.

همدا ورځپاڼه په یوه بل مطلب کې لیکي چې د یوې دولتي ادارې د څيړنو له مخې په بلوچستان ایالت کې څه باندې اته ویشت زره خیالي دولتي مامورین شته چې امتیازات اخلي او دوی نه دي معلوم.