پنځو عربي هېوادونو له قطر سره اړیکي پرې کړي

د انځور حقوق Reuters
Image caption پنځو هېوادونو ویلي، قطر د اخوان المسلمین په ګډون یو شمېر ترهرګرو سازمانونو سره مرسته کوي

سعودي عربستان، مصر، بحرین، یمن او متحدو عربي اماراتو له قطر سره دیپلوماتیکي اړیکې پرې کړې دي.

دغو هېوادونو ویلي، قطر د اخوان المسلمین په ګډون یو شمېر ترهرګرو سازمانونو سره مرسته کوي.

د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس ایس پي اې په یوه رپوټ کې ویل شوي، سعودي عربستان د خپل ملي امنیت خوندیتوب له کبله له قطر سره ټول دیپلوماتيکې اړیکي پرې کړې او له دغه هېواد سره ټولې سمندري، هوايي او د وچې لارې تړلې دي.

قطر له ايرانه خپل سفير ورغوښتی

خامنه اي سعودي عربستان امریکایانو ته 'پیوره غوا' بللې

ایراني هندواڼو خلیج کې له ژور مذهبي اختلاف پرده پورته کړه

د قطر له لوري د الجزیره ټلویزیون په رپوټ کې د دغه اقدام غندنه شوې. په دغه رپوټ کې د قطر بهرنیو چارو وزارت له قوله ویل شوي:

''دا یو ناموجه اقدام دی، چې د بې بنسټه اعتراضونو او ادعاو پر بنسټ شوی دی. دغه راز ویل شوي: دغه اقدام به د قطر اوسېدونکو پر ورځني ژوند اغېز و نه کړي. ''

د انځور حقوق AFP
Image caption د سعودي عربستان په ګډون پنځو هېوادونو له قطر سره اړيکي پرې کړی دی
Image caption د هغو هېوادونو نقشه چې له قطر سره يې اړيکي پرې کړي دي

سعودي عربستان ویلي، دغه پریکړه یې له 'سخت دریځۍ او ترهګرۍ نه د خپل ملي امنیت خوندي ساتلو لپاره کړې. '

سعودي عربستان وايي، قطر د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړې او د دولت پرضد یې پارونې کړې دي.

بحرین له دې وړاندې په یوه اعلامیه کې ویلي، د خپل ملي امنیت د ژغورلو لپاره له قطر سره ټولې دپلوماتیکي اړیکې پرې کوي.

متحدوعربي اماراتو قطري دیپلوماتانو ته ۴۸ ساعته وخت ورکړی، چې باید له دغه هېواده ووځي.

د دغه هېواد خبري اژانس ډبلیو اې ایم په رپوټ کې ویل شوي، ابوظهبي پر دوحا د 'سخت دریځو، فرقه ییزو او ترهګرو سازمانونو د ملاتړ، تایید او مالي مرستو تور پورې کړی دی. '

د دغه هېواد دولتي هوايي شرکت الاتحاد ایروېز له سې شنبې وروسته دوحا ته خپلې الوتنې ځنډولې.

د بحرین دولتي خبري اژانس ویلي، دغه هېواد له قطر سره د 'امنیت ګډوډولو او د بحرین په کورنیو چارو کې د لاسوهنې ' له کبله اړیکي پرې کوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د سږ کال لومړیو کې د سعودي عربستان او قطر مشران ریاض کې

د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي د دغه هېواد په مشري له هغه اتحاد نه چې یمن کې له حوثي یاغیانو سره جګړه کوي قطر 'د ترهګرۍ پیاوړي کولو کړنو ' او 'د القاعده او داعش، چې د اسلامي دولت نومې ډلې په نوم هم مشهوره ده او یاغي ملېشو سره راکړې ورکړې ' په تور ایستل شوی دی.

د مصر بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې له قطر سره دیپلوماتیک اړیکي پرې کوي. دغه هېواد ویلي، د قطري کښتیو او الوتکو پر مخ خپل بندرونه او هوايي ډګرونه تړي.

دغه اقدام ته چې تمه یې نه کېده د خلیج نفوذ لرونکو هېوادونو تر منځ د بې ساري بېلتون په سترګه کتل کېږي. دغه هېوادونه د امریکا متحدو ایالتونو متحدین هم دي.

د قطر الوتکو د حوثي یاغیانو خلاف جګړه کې ګډون درلود. دغو هېوادونو دوې اونۍ مخکې د قطر خبري وېبپاڼې تړلې وې.

دغه وېبپاڼې د قطر امیر تمیم بن حمد الثاني د هغو څرګندونو له انلاین خپرېدو وروسته تړل شوې وې، چې نوموړي په کې پر سعودي عربستان سختې نیوکې کړې وې. قطري حکومت دغه څرګندونې جعلي بللې وې او ویلي یې و، چې دا له 'شرمه ډک انټرنېټي برید ' دی.

اړونده مطالب

ورته مطالب