سرتاج عزیز: پر پاکستان بې ځایه تورونه د افغانستان راتلونکی زیانمنوي

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي عزیز ویلي، د تورونو د پورې کولو دغه تګلاره د هغو کسانو لخوا پیل شوې چې د افغانستان په سولې او ټیکاو کې یې ګټه نه شته

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز خبرداری ورکړی، پر دغه هېواد بې بنسټه تورونه په افغانستان کې د سولې او ټیکاو هڅو ته زیان رسوونکي دي.

نوموړي دا څرګندونې د افغان چارواکو د هغو ادعاو په غبرګون کې کړې، چې پکې ویل شوي تېره اونۍ په کابل کې خونړی ځانمرګی برید په پاکستان کې پلان شوی و او د حقاني شبکې لخوا تر سره شوی چې مرکزونه یې د ډیورنډ کرښې په پاکستانۍ غاړه کې دي.

ملي امنیت: د کابل برید د پاکستان استخباراتي ادارې په لارښونې شوی

سرتاج عزیز: د ولسمشر غني خبرې د افسوس خو د درک وړ دي

سرتاج عزیز: اوس پر افغان طالبانو د پاکستان 'اغېز پایته رسېږي'

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا خپره شوې وینا پاڼه کې د ښاغلي عزیز له خولې ویل شوي، پاکستان په افغانستان کې دننه او بهر هغو بې بنسټه تورونو ته اندېښمن دی، چې له چاودنې څو دقیقې وروسته له څېړنو پرته پر اسلام اباد لګول شوي دي.

خو افغان حکومت وايي، د خپلو ادعاو د زباتولو لپاره کره شواهد لري.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
کابل برید: پاکستان د افغانستان تورونه رد کړي دي

ښاغلي عزیز ویلي، د تورونو د پورې کولو دغه تګلاره د هغو کسانو لخوا پیل شوې چې د افغانستان په سولې او ټیکاو کې یې ګټه نه شته او په وینا یې له دې لارې غواړي د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې او هغه ګامونه اغېزمن کړي چې په دې وروستیو کې ګړندي شوي وو.

ښاغلي عزیز همداراز ویلي، چې د پاکستان پر ضد دغه کرکجن کمپاین هغو ګډو هڅو او یووالي ته زیان رسوي چې افغانستان ته د تلپاتې سولې او ټیکاو د راوستو په لاره کې ورته اړتیا ده.

اړونده مطالب

ورته مطالب