له قطر سره د عربي هېوادونو پرېکون، ایران ته یو چانس

د انځور حقوق AFP
Image caption شيخ تميم بن حمد ال ثاني د فارس خليج د همکاريو په وروستۍ غونډه کې

سعودي عربستان، بحرین، متحده عربي اماراتو، مصر، لیبیا او د ملګرو ملتونو ملاتړ لرونکي د یمن حکومت، له قطر سره چې د خلیج پر غاړه بل عربي هېواد دی- اړیکي پرې کړل.

داسې ښکاري چې له قطر سره د اړیکو پرېکول د قطر د امیر له خولې د سعودي عربستان پرضد او د ایران په ملاتړ د خبرو له امله وي، چې تېره اوونۍ د دغه هېواد دولتي خبري اژانس خپرې کړې.

پنځو عربي هېوادونو له قطر سره اړیکي پرې کړي

سعودي عربستان ته د ډونلډ ټرمپ سفر

ټرمپ سعودي عربستان کې د میلیاردونو ډالرو هوکړې کړې

د قطر چارواکو له دې څرګندونو څو ګړۍ وروسته دا خبرې درواغ وبللې او ویې ویل چې د قطر خبري اژانس وېبپاڼه هک شوې ده، خو عربي رسنیو د دې وېبپاڼې د هک کېدلو خبره ونه منله او په تېرو کلونو کې یې د قطر د امیر د ورته دریځ په یادولو سره د قطر پرضد خپرونې پیل کړې، چې له ورپسې ورځو کې هم خپرېدلې او بالاخره له قطر سره د اړیکو پرېکېدلو سبب شوې.

له قطر سره اړیکي پرېکول د خلیج همکارۍ شورا کې درځ پیدا کوي او له بلې خوا په سیمه کې نوې ګوندۍ جوړېږي. قطر دا مهال په رښتیا له دې شورا شړل شوی، خو د قطر د همکارۍ شورا له پنځو غړو پرته دوه نور غړي کویت او عمان- هم تر اوسه چمتو شوي نه دي چې د سعودي عربستان غوښتنه ومنی او له قطر سره اړیکي پرې کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سعودي عربستان پر سفر تللی و

په سوریه کې هم چې قطر او سعودي عربستان د حکومت د مخالفو وسلوالو نظامي، مالي او سیاسي ملاتړ کوي، دا امکان لري چې دا ډلې له یو بل سره ټکر شي، نوې جبهه پرانیستل شي، چې د سوریې د حکومت د مخالفو ډلو د کمزوري کېدو سبب کېدلی شي.

فلسطیني ځمکو کې هم تازه تاوتریخوالی جوړېدلی شي ځکه قطر د حماس ملاتړ کوي او له فتح غورځنګ سره د سعودي ملاتړ دی.

په دا مهال د ترکیې رول هم پاموړ کېدلی شی، ځکه دغه هېواد تر اوسه له قطر سره نږدې اړیکي لري او له تېر کال راهیسې یې له سعودي عربستان سره واټن نیولی دی.

قطر اوس کلابند دی او تر ټولو نږدې هېواد ایران دی، چې لوجستکي اړیکي ور سره لرلی شي. دا وضعیت هم د ایران په ګټه دی. که قطر له ایران سره ملګری شی، د سعودي عربستان پر هغو هڅو یو ګوزار دی چې د ایران د ګوښه کولو لپاره یې د مسلمانو او عربي هېوادونو د یو موټي کولو لپاره کوي، او هغه هېوادونه او سیاسي بهیرونه هم د سعودي عربستان په مقابل او د ایران په پلوي درېدلی شي، چې قطر یې ملاتړ کوي.

که د سعودي عربستان او قطر ترمنځ ټکر زیاتېږي او په سیمه کې د قطر دریځ بدل کړي، نو دا امکان هم شته چې قطر له عرب پسرلي د مخکې کلونو په څېر د لبنان له حزب الله ډلې سره اړیکي ښه کړي او ان تر دې چې په سوریه کې د حکومت ضد دریځ کې هم بدلون را ولي.

ورته مطالب