سرتاج عزیز: افغانستان تورونه لګوي، خو شواهد يې کم راکړي

کابل د انځور حقوق Getty Images
Image caption د چارشنې په ورځ کابل چاودنه کې تر ۹۰ ډېر کسان وژل شوي او نژدې ۵۰۰ نور ټپیان دي. په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شته.

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز وايي، افغان دولت تل پر پاکستان تور لګوي چې اففانستان کې د ناامنۍ تر شا یې لاس دی، خو ددې په ځواب کې يې ورسره شواهد ډېر کم شریک کړي. ښاغلی عزیز وايي، سترګې په لار دی، چې د کابل د تېري چارشنبې د ورځې شواهد ورسره شریک شي.

سرتاج عزیز له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، کابل په تېر کې داسې ډېر لږ شواهد ورته سپارلي، خو ددې برعکس يې تورونه ډېر زیات او دده په ټکيو "بې ځایه " دي.

په کابل کې د تېري چارشنبې تر خونړي ځانمرګي برید وروسته ملي امنيت ددغه برید تور د طالبانو پر حقاني شبکې پورې کړ او ویې ویل، چې په دغه برید کې ورسره د پاکستان استخباراتي ادارې ای ایس ای مرسته کړې ده.

کابل د روان کال په فبرورۍ مياشت کې اسلام اباد ته د ۸۵ هغو وسله والو نومونه او د کورونو ادرسونه سپارلي ول، چې په پاکستان کې مېشت دي او په افغانستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې لاس لري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له بي بي سي سره په خبرو کې سرتاج عزیز وویل، له دې بیان څخه يې موخه دا وه، چې داسې تورونه د دواړو هیوادونو ترمنځ بې باوري زیاتوي.

ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ددغو وسله والو طالبانو پر ضد پاکستان تراوسه کوم ګام پورته کړی که نه، ښاغلي عزیز وویل: "هو، پر هغوی مو له افغان چارواکو سره خبرې روانې دي، خو په هغه لست کې هم څوک په هغو ځایونو کې شته، څوک نشته او ځينې ورک دي ".

خو ددې ځواب يې ونه وایه، هغه چې شته، دوی يې پر ضد کوم ګام پورته کړی؟

د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز زیاتوي، د چارشنبې تر ورځې وروسته به هم ډېر ژر د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې وشي او په کې به دا ټول تورونه او ستونزې وڅېړي.

تردې وړاندې د یکشنبې پر ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د ښاغلي عزیز له لوري یو بیان خپور شوی و، چې پکې نوموړي ویلي و سرتاج عزیز: پر پاکستان بې ځایه تورونه د افغانستان راتلونکی زیانمنولی شي.

له بي بي سي سره په خبرو کې سرتاج عزیز وویل، له دې بیان څخه يې موخه دا وه، چې داسې تورونه د دواړو هیوادونو ترمنځ بې باوري زیاتوي.

د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې چې وار له مخه لا ترینګلې دي، د تېري چارشنبې ورځې د کابل خونړي برید يې ترینګلتیا تر هغه وروسته لا نوره زیاته کړه، چې ملي امنيت ددغه برید تور د پاکستان پر ای ایس ای پورې کړ.

ورته مطالب