امریکا د بشري حقونو له شورا د وتلو ګواښنه کړې

د انځور حقوق Reuters
Image caption د امریکا نیکي هالې به د سې شنبې پر ورځ د بشري حقونو شورا ته وینا وکړي

د امریکا متحدو ایالتونو ویلي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اړوند ادارې پر پرېښوولو ځکه غور کوي، چې په وینا یې د اسراییلو په تړاو د دغې ادارې دریځ بې پرې نه دی.

ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکې هالې ویلي، امریکا د بشري حقونو اداره کې پر خپل رول غور کوي.

نوموړې ویلي:

''دا منل ګرانه چاره ده، چې د اسراییلو خلاف پنځه پرېکړه لیکونه ومنل شول، خو د وینزویلا خلاف هیچا غور و نه کړ.

بشري حقونه وايي ايران کې افغانان ځورول کېږي

ملګري ملتونه: د لوی انساني ناورین مخه ونیسئ

ملګري ملتونه: میانمار غواړي ټول روهينګیا مسلمانان ووژني

نوموړې به د سې شنبې پر ورځ د بشري حقونو شورا ته وینا وکړي. مېرمن هالې تېره اونۍ د واشنګټن پوسټ لپاره یوه لیکنه کې ویلي و 'د بشري حقونو اداره باید د اسراییلو غندنې رویه پرېږدی. '

هغې دغه راز ویلي، دغې شورا د ایران په اړه هېڅ نه دي ویلي، چې ماضي یې د بشري حقونو له سرغړونو ډکه ده او دا وروستیو کې وینزویلا کې د سیاسي بحران پر مهال د لسګونو کسانو وژل کېدو په تړاو هم دغه شورا کې هېڅ نه دي ویل شوي.

د بشري حقونو شورا یوازې د معلوماتو یو ځای کولو او د هغو هېوادونو د غندنې واک لري، چې له بشري حقونو سرغړاوی کوي، خو دغه اداره یو مهم دیپلوماتیک حیثیت هم لري.

دا وروستیو میاشتو کې دغې ادارې د شمالي کوریا، هیټي او میانمار خلاف له بشري حقونو د سرغړاوي له قبله قراردادونه تایید کړي دي.

د اسراییلو لومړي وزیر له دې مخکې د خپل هېواد خلاف د دغې ادارې رول سرکس ته ورته بللی و. نوموړي ویلي و، دغه اداره یوازې منځني ختیځ کې پر ولسواکي بریدونه کوي، خو ایران، شمالي کوریا او سوریه یې له پامه غورځولي دي.

۲۰۱۳ کال کې اسراییلو له هغه وروسته دغې ادارې سره عملي همکاري پرېښوده، چې یادې ادارې لوېدیځه غاړه کې د اسراییلو ودانیزو چارو په تړاو د څېړنو پرېکړه وکړه.

د انځور حقوق Reuters

اسراییلو پ۵۰ کاله مخکې له یوې جګړې وروسته لوېدیځه غاړه، ختیځ بیت المقدس او د سوریې ګولان غونډۍ سیمې ونیوې. ملګري ملتونه لوېدیځه غاړه د نیول شوي فلسطین برخه بولي.

دغه سیمه کې له ۲۰۰۵ کال راهیسې اسراییلي ځواکونه دېره دي او ودانیزې چارې په کې روانې دي.

بشري حقونو شورا کې سعودي عربستان د امریکا اتحادي دی، چې پر دغه هېواد هم له بشري حقونو د سر غړونې تورونه دي او ۲۰۱۳ کال کې د شورا د مشرتابه په توګه د دغه هېواد پر رول نیوکې هم شوې وې.

ورته مطالب