د لندن برج درېیم بریدګر نوم څرګند شوی

د انځور حقوق AFP

د لندن برید کې درېیم ښکېل کس د یوسف زغبه په نامه پېژندل شوی دی، چې ویل کېږي مراکشي الاصله ایټالوی دی. تېره ورځ دوه نور بریدګر پېژندل شوي وو، چې یو یې پاکستانی نژاده خرم بټ او لیبايي نژاده رضوان الراشد و.

بل لور ته د پېښې قربانیانو کې کرسټي بوډن هم پېژندل شوې، چې د اسټرالیا اوسېدونکې وه.

د هغې خپلوانو ویلي، هغې د لندن برج پر لور د نورو کسانو د مرستې لپاره منډه کړې وه. د شنبې شپې په هغه برید کې اووه کسان وژل شوي وو او ۴۸ نور ټپیان شوي وو.

د لندن د دوو بریدګرو هویت اعلان شو

لندن بریدونه: پولیسو ته 'د بریدګرو نومونه معلوم دي'

د انګلستان عامې روغتیا ادارې 'این ایچ ایس ' مسوولین وايي، اوس هم ۳۶ کسان روغتونونو کې بستري دي، چې ۱۸ یې له سخت روغتیايي حالت سره مخامخ دي.

خرم بټ او د هغه دوو ملګرو لومړی لندن برج کې خلک پر موټر ووهل او وروسته یې په بورو مارکیټ سیمه کې پر خلکو د چاکوګانو له ګوزارونو ورکړل.

کولو مخکې لندن برج کې پلي روان خلک د ګاډي په ټکر ووهل. پولیسو اته دقیقې وروسته ټول بریدګر په ډزو ووژل.

پولیسو له بارکینګ سیمې د یکشنبې پر ورځ د یو شمېر ښځو په ګډون ۱۲ کسان نیولي وو، چې وروسته یې خوشي کړل. خو پولیسو ویلي د سې شنبې پر ورځ یې د دغه برید په تړاو یو ۲۷ کلن سړی نیولی دی.

د پولیسو په وینا ۲۷ کلن خرم بټ یو ماشوم لري. نوموړی له څو کلونو راهیسې د لندن ختیځ بارکیګ سیمه کې اوسېد.

خرم بټ یو ځل د اسلامي سخت دریځۍ او مبلغ چودري انجم سره، چې زندان کې دی د تعلق پر بنسټ د چینل فور یوه مستند فلم کې برخه ورکړل شوې وه.

د انځور حقوق .

اسلامي دولت نومې سخت دریځې ډلې ویلي دغه برید دوی کړی دی. د چارواکو په وینا دویم بریدګر راشد رضوان د مراکش اوسېدونکی و او ۳۰ کلن و.

د دوشنبې پر ورځ پولیسو ویلي و، چې د لندن نیوهام او بارکینګ سیمو کې یې دوه نورو ځایونو کې تالاشۍ کړې او یو شمېر کسان یې نیولي دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب