لندن ښاروال غواړي برتانیا ته د ډونلډ ټرمپ سفر لغوه شي

د انځور حقوق AFP
Image caption د لندن ښاروال چې د برتانیا د لږکیو مسلمانانو له ډلې دی، د امریکا د ولسمشر دریځ د دواړو هېوادونو د ښو او نږدې اړیکو سره په ټکر کې بللی.

د لندن ښاروال له هغه وروسته چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د لندن د وروستو بریدونو په هکله د صدیق خان څرګندونو ته غبرګون وښود برتانیا ته د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سفر لغوه کېدلو غوښتنه وکړه.

ښاغلي خان د برتانیا له یوه تلوېزون سره خبرو کې ویلي، د ډېرو مسلو په هکله د ډونلډ ټرمپ نظر تېروتنه ده:

" داسې مهال چې د امریکا د ولسمشر سیاست د ټولو هغو ارزښتونو مخالف وي چې موږ پرې باور لرو، نو زما په اند مناسبه نه ده چې د هغه لپاره سره غالۍ اواره کړو".

د لندن برج درېیم بریدګر نوم څرګند شوی

د لندن د دوو بریدګرو هویت اعلان شو

د خواله رسنیو له لارې د ترهګریزو فعالیتونو مخنیوي هڅې

د لندن ښاروال چې د برتانیا د لږکیو مسلمانانو له ډلې دی، د امریکا د ولسمشر دریځ د دواړو هېوادونو د ښو او نږدې اړیکو سره په ټکر کې بللی. د صدیق خان دا څرګندونې د ښاغلي ترمپ له دویم ټوېټري پیغام وروسته دي چې په دواړو کې یې پر ښاغلي خان ستخته نیوکه کړې وه.

په لندن کې له وروستو بریدونو وروسته ښاروال صدیق خان دغه بریدونه وغندل او ویې ویل: "دا زموږ ښار دی، ډارن به بریالیتوب ته نه پرېږدو، ترهګرۍ ته به هیڅکله هم تسلیم نه شو".

نوموړي له ښاریانو غوښتې و چې هوښیار اوسي او زیاته کړې یې وه:

"هغوی باید وار خطا او ترهېدلي نه شي".

ښاغلي ټرمپ د لندن ښاروال پر دغه نظر نیوکه وکړه او ویې لیکل: په ترهګریز برید کې اووه کسان وژل شوي او ۴۸ ټپیان شوي، خو د لندن ښاروال وایي، چې د وېرېدلو دلیل نشته.

د ډونلډ ټرمپ دغه پیغام ته په ځواب کې ښاغلي خان او د هغه ویاند وویل، اوسنیو شرایطو ته په بام، ښاروال د امریکا د ولسمشر نظر ته د ځواب ور کولو پر ځای نور مهم کارونه لري.

د امریکا د ولسمشر دا دریځ د برتانیا د سیاسي فعالانو او چارواکو له نیوکو سره مخ شو، ان د دغه هېواد لومړۍ وزیرې د ښاروالۍ د هڅو په ستایلو سره د ښاغلي خان ملاتړ وکړ.

د انځور حقوق EPA
Image caption صدیق خان د برتانیا کارګر ګوند اړوند دی

خو له دې سره سره ښاغلي ټرمپ بل پیغام خپور کړ: "د لندن ښاروال نازکه پلمه، باید د دې نظر په هکله چې د وېرېدلو دلیل نشته، ژور فکر یې کړی وی".

ښاغلی ټرمپ د لندن په داسې مهال د لندن د مسلمان ښاروال په مقابل کې دریځ نیسي، چې د خپل هېواد له سترې محکمې غواړي امریکا ته د د څو مسلمانو هېوادونو د تګ بندیز په هکله قضايي حکمونه لغوه کړي.

ټرمپ د دغو هېوادونو پر وګړو امریکا ته د تګ بندیز لګولی، خو محکمو یې دا فرمان ځنډولی دی.