د قطر او عرب هېوادونو ترمنځ د کړکېچ څلور لاملونه

د بي بي سي خبریال عامر رواش د دې ډيپلوماټیک کړکېچ پر لاملونو نظر اچولی. د انځور حقوق EPA
Image caption قطر اوس کلابند دی او تر ټولو نږدې هېواد ایران دی، چې لوجستکي اړیکي ور سره لرلی شي.

د قطر پر حکومت د فشار اچولو لپاره ګاونډي هېوادونو پر دغه هېواد سرحدونه بند کړي دي. سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحیرن او مصر ویلي، چې قطر ته تلونکي او راتلونکي الوتنې یې بند کړي دي او قطر هوايي کرښې ته د خپلو فضايي حدودو د کارولو اجازه نه ور کوي.

د بي بي سي خبریال عامر رواش د دې ډيپلوماټیک کړکېچ پر لاملونو نظر اچولی.

۱. اخوان المسلیمین

د عرب پسرلي له امله منځني ځتیځ کې د انقلابي څپو وروسته د سیاسي بدلونونو پر مهال قطر او ګاونډیو هېوادونو یې د مختلفو ډلو ملاتړ کړی دی.

دوحې چې د کومو اسلامي توندلارو ملاتړ وکړ، په هغو کې ځینې خپلو هېوادونو کې سیاسي ګټې ترلاسه کړې.

لکه پر ۲۰۱۳ کال چې د مصر پخواني ولسمشر محمد مرسي حکومت وپرځېډ نو د مرسي ډلې اخوان المسلیمن ته قطر ځای ور کړ. په داسې حال کې چې د مصر حکومت پر دغه ډله بندیز لګولی دی.

سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو هم اخوان المسلمین ترهګره ډله بللې ده.

د سعودي عربستان خبري اژانس وايي، چې قطر د اخوان المسلمین، داعش او القاعده په ګډون د هغو ترهګرو او توندلارو ډلو ملاتړ کوي چې په سیمه کې تاوتریخوالي پیدا کول غواړي.

خو قطر دا ګام ناراوا او بې سببه بولي، پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او وايي، چې د ترهګرۍ او توندلارۍ پر ضد خپل مسوولیت تر سره کوي.

۲. د ایران سره چلند

دا نوی کړکېچ هغه مهال پیل شو، چې کله د قطر د امیر شیخ تمیم بن حماد الثاني له خولې داسې یو بیان خپور شو چې په کې د ایران پر ضد د امریکا یرغلیز دریځ باندې نیوکه شوې وه.

د قطر د چارواکو په خبره، په دولتي خبري اژانس د دې بیان تر شا د هکرانو لاس وو.

د ایران سیال سعودي عرب له څه مودې راهیسې د تهران پر دریځ او په سیمه کې د هغه له هڅو اندېښمن دی.

سعودي دا تور هم لګولی چې د دغه هېواد په اکثریت شیعه مېشته سیمه قطیف کې قطر "د ایران ملاتړ لرونکو ډلو سره په ترهګریزو چارو کې مرسته کوي "

پر قطر دا تور هم دی چې په یمن کې د ایران ملاتړ لرونکو حوثي (شیعه وسلوالو) سره مرسته کوي.

دوحه چې د سعودي په مشرۍ عرب ټلوالې سره د یمن عملیاتو کې برخه لري، ټینګار کوي چې د نورو هېوادونو خپلواکۍ ته درناوی لري او د چا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

۳. لیبیا کې روان کړکېچ

لیبیا له هغه راهیسې د ګډوډۍ ښکار ده، چې پخوانی واکمن یې معمر قذافي په ۲۰۱۱ کال بې واکه او ووژل شو.

د لیبیا پوځ کې ځواکمن خلیفه هفتار چې د مصر او متحده عربي اماراتو ملاتړ ور سره دی، پر قطر تور لګوي چې د 'ترهګرو ډلو' ملاتړ کوي.

هفتار د لیبیا ختیځ ښار تبروک کې د واکمن حکومت ملاتړی دی، خو قطر په ترابلس کې د واکمن حکومت ملاتړ کوي.

۴. رسنیزه جګړه

سعودي عرب پر قطر دا تور هم لګولی چې په خپلو رسنیو کې د یاغیتوب احساساتو ته لمن وهي.

'د قطر رسنۍ د اخوان المسلمین غړو ته پالیسي جوړوي'.

خو قطر شکایت کړی چې د پارونې غورځنګ کوم تورونه دي له یوه مخه بې بنسټه دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه وینا کې ویلي، په رسنیو کې چې د قطر پر ضد کومې هڅې روانې دي، په سیمه په تېره خلیجي هېوادونو کې د عامو خلکو په فکر بدلولو کې پاتې راغلې دي او دا د زیاتېدونکي تاوتریخوالي لاملونه ښيي.