"د کابل بريد هدف د افغان ځواکونو د مورال کمزوري کول دي"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کابل کې تېره اوونۍ خونړي بريد درنه مرګ ژوبله اړولې

نيويارک ټايمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په کابل کې د تیرې اوونۍ خونړي برید په اړه یوه مطلب کې لیکلي چې د دغه برید هدف د افغان ځواکونو د مورال کمزوري کول دي، هغه ځواک چې د ورځپاڼې د راپور له مخې او د امریکا د پخواني مرستیال لوی درستیز جک کین په وینا نورو تجهیزاتو او وسلو ته اړتیا لري چې طالبان مات کړي او د هغوی له خوا نیولې سیمې بېرته تر خپل واک لاندې راولي.

کابل کې ځانمرګی برید

ملي امنیت: د کابل برید د پاکستان استخباراتي ادارې په لارښونې شوی

"پرونی بريد د داسې هېواد لپاره هم ډېر بوږنونکی و چې تاوتريخوالى پکې عادي چار ده"

ښاغلي جک نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، په تیرو کلونو کې امریکا په افغانستان کې ۷۰۰ ملیارده ډالره لګولي خو د افغان ځواکونو اړتیاوو ته پام نه دی شوی او لا هم ډېرو تجهیزاتو او ښې روزنې ته اړتیا لري.

وال سټريټ ژورنال

امریکايۍ ورځپاڼه وال سټریټ ژورنال رپور ورکوي چې پر کابل ښار د کابل پروسې د د نړیوال کانفرانس پرمهال راکټي برید په افغانستان کې د هند د سفیر پر استوګنځي لګیدلی.

په دغه راکټي برید کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی.

هندۍ ورځپاڼه ټایمز اف انډیا لیکي چې دغه راکټ په افغانستان کې د سفیر د استوګنځي ټنس لوبغالي کې لګیدلی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption "اسلامي دولت" نومې ډله په عراق او سوريه کې فعاليت لري

ډان

ډان پاکستانۍ ورځپاڼه په یوه مطلب کې په بریتانیا او نورو اروپايي هېوادونو کې وروستیو بریدونو ته په اشارې سره لیکي چې په عراق او سوریه کې د د "اسلامي دولت" نومې ډلې پرله پسې ماته به نړیواله ترهګرِي پای ته و نه رسوي.

د مطلب لیکوال زیاتوي چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې له جهادي ډلو په الهام د دغو ډلو بریدونو خطر شته او لنډ مهال حل لارې چې اسلام فومبیا لا پراخوي د ترهګرۍ دغه خطر له منځه نه شي وړلی.

سنډې ټايمز

بریتانوۍ ورځپاڼه سنډې ټایمز لیکي چې د بریتانیا استخباراتي ادارې اېم آی ۵ هغه خبرداری له پامه غورځولی چې د تېرې شنبې شپې د لندن برید کې د درېیم ګډونوال په اړه ورکړل شوی و. درېیم بریدګر پرون وپیژندل شو.

ورځپاڼه زیاتوي ۲۲ کلن یوسف زغبا سره له دې چې سوریې د تګ پر لاره نیول شوی و، توانیدلی چې بریتانیا ته راشي، هغه چې ایټالوی تابعیت لري غوښتل یې په سوریه کې له "اسلامي دولت" ډلې سره یو ځای شي.

Image caption لندن کې د شنبې شپې بريدګر

ګارډين

بله بریتانوۍ ورځپاڼه ګارډین د بریتانیا د لومړۍ وزیرې ټریزا مې د هغه اعلان په اړه چې وايي د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د بشري حقونو په برخه کې د بریتانیا د قوانینو تعدیل ته چمتو ده لیکي چې د هغې دا اعلان ښکاري یوه هڅه ده چې د ترهګرۍ د مخنیوي او څېړنې د تدابیرو ساحه پراخه کړي، او نه غواړي هغه اجرایوي صلاحیتونه بیا را ژوندي کړي چې په ۲۰۱۰ کال کې هغه مهال لغوه شول کله چې مطرمن مې د کورنیو چارو وزیره وه.

اړونده مطالب

ورته مطالب