قطر په اړه د ټرمپ او سعودي پاچا ټيليفوني خبرې

د انځور حقوق AFP
Image caption د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د قطر له امير شيخ تميم بن حماد ال ثاني سره په مې مياشت کې وليدل

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سعودي عربستان له پاچا سلمان سره په ټلیفوني خبرو کې د خلیج عربي هېوادنو ترمنځ د یووالي غوښتنه وکړه.

دا ګام له هغه وروسته دی چې سعودي عربستان، مصر، متحده عربي اماراتو، بحرین او د ملګرو ملتون ملاتړ لرونکو یمن او لیبیا حکومتونو له قطر سره ډيپلوماټیک اړیکي پرې کړل.

دوی قطر د هغو ډلو په ملاتړ تورن کړی، چې ترهګرې یې بولي.

ټرمپ له قطر سره د عربي هېوادونو پرېکون د خپل سفر پایله بللې

قطر: ډيپلوماټیک کړکېچ د خبرو له لارې اوارول غواړو

یوه امریکايي چارواکي له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، "د هغه پیغام دا و چې د توندلارې نظریې او ترهګرۍ د مالي ملاتړ سره د جګړې لپاره باید یووالي وي".

له دې مخکې ډونلډ ټرمپ ویلي وو چې د قطر د منزوي کولو لپاره د سعودي عربستان هڅې "د ترهګرۍ د وحشت د پای ته رسولو پیل دی".

د کویت امیر د دې کړکېچ د اوارولو لپاره منځګړتوب پیل کړی او د ترکیې ولسمشر هم ورته وړاندیز کړی او ویلي یې دي چې ګوښه کول او بندیز لګول دا ستونزه نه اواروي.

دغه اختلاف د تېلو بیه اغېزمنه کړې، په سیمه کې یې د سفر صنعت او بېړۍ چلول زیانمن کړي او د قطر په پلورنځیو کې د خوراکي توکو د کمښت سبب شوی.

ښاغلي ټرمپ له دې مخکې په ټویټ کې هڅه کړې وه، چې پر قطر دا فشار سعودي عربستان ته له خپل وروستي سفر سره تړلی وبولي.

هغه لیکلي و''ډېره ښه ده، چې سعودي عربستان ته د سفر او د هغه هېواد له پاچا او ۵۰ نورو هېوادونو له مشرانو سره لیدنه دومره ژر ګټوره ثابتېږي. دوی ویلي وو، له سخت دریځۍ سره د مالي مرستو مخه به په سختۍ سره ونیسي او ټولې اشارې د قطر لور ته وي، ښايي دا د ترهګرۍ وحشت پای ته رسولو لپاره پېلامه وي. ''

ښاغلی ټرمپ دوه اوونۍ وړاندې خپل لومړنی بهرنی رسمي سفر له سعودي عربستان پیل کړ او په ریاض کې یې د ترهګرۍ ضد مرکز پرانیست غونډه کې ګډون وکړ.

رویټرز اژانس وایي، نوموړي له پاچا سلمان سره خبرو کې ویلی: "مهمه ده چې خلیج د سولې او امنیت لپاره یو موټی وي".

په ورته مهال د امریکا دفاع وزارت پنټګان له قطر مننه کړې، چې په منځني ختیځ کې یې د تر ټولو سترې هوايي اډې کوربه دی.

سعودي عربستان څه غواړي؟

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر له قطر غواړي، چې د خپل ګوښه توب د پای ته رسولو لپاره د فلسطین نېواکي سیمو کې له حماس فلسطینۍ ډلې او همدارنګه په مصر کې له اخوان المسلمین سره اړیکي پرې کړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption حماس اسلامپاله فلسطينۍ ډله ده چې شين رنګه بيرغ لري

عادل جبیر وویل: "هېڅوک نه غواړي قطر زیانمن شی. دا هېواد باید پرېکړه وکړی چې کوم لور ته ځي".

هغه په پاریس کې وویل، دا اقتصادي تدابیر د دې لپاره دي چې قطر "د یو عادي هېواد په څېر چلند وکړي".

هغه د قطر له واکمنو وغوښتل چې "د توندلارو ډلو ملاتړ" او "د نورو هېوادونو کورنیو چارو کې لاسوهنه" او هغه څه چې "دوښمنې رسنۍ" یې وبللې ملاتړ پرېږدي.

د هغه په خبره، له حماس او اخوان المسلیمن د قطر ملاتړ د فلسطیني او مصري حکومتونو د کمزوري کېدو سبب دی او که د قطر دا سیاست پای ته رسېږي، نو "د منځني ختیځ له ټیکاو سره مرسته کېږي".

حماس تر ټولو لویه فلسطینۍ جنګیالۍ ډله ده او په عرب نړۍ کې لومړنۍ ډله ده چې د رایو له لارې واک ته ورسېده.

دا ډله دوه کاله وړاندې د تورې په زور پر غزه تراړه واکمنه شوه.

اخوان المسلمین هم د مصر اسلامپالې ډله ده، چې له سیاسي پلوه فعاله شوې ده.

دې ډلې له حسني مبارک وروسته ټاکنو کې رایې وګټلې او د محمد مرسي په مشرۍ حکومت جوړ کړ، خو وروسته په کودتا کې بې واکه شول.

ځینې هېوادونه دا دواړه ډلې ترهګرې بولي.

د انځور حقوق EPA
Image caption ښاغلی ټرمپ دوې اونۍ مخکې له هېواده بهر په خپل لومړي سفر کې سعودي عربستان ته لاړ او له ترهګرۍ سره د مبارزې یوه مرکز پرانیسته کې یې برخه واخیسته.

قطر څه وايي؟

په واشنګټن کې د بي بي سي خبریاله بارابارا پلېټ وايي، سعودي عربستان، کویت او قطر ټولو په سوریه کې د توندلارو ډلو ملاتړ کړی، خو د امریکا د فشار له امله له دې کار شاته شوي، مګر قطر غواړي د یو بې پلوه لوبغاړي په څېر وپېژندل شي، چې دې چارې تر نورو ډېر مشکوک کړی دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني ویلي، ډونلډ ټرمپ د منځني ځتیځ د سفر پر مهال هغه ته ویلي ، داسې اسناد نشته چې وښيي، قطر د توندلارو اسلامي دلو ملاتړ کوي.

د نوموړي په خبره، دغه ادعاوې "پر ساختګي درواغو او شواهدو ولاړې دي".

هغه الجزیره ته ویلي، چې هېواد یې غچ نه اخلی، خو په دې خوشال نه دی چې سیمه ییز سیالان یې "هڅه کوي خپلې ارادې پر قطر وتپي او په کورنیو چارو کې یې لاسوهنه وکړي".

هغه بي بي سي ته وویل، قطر له دې بندیزونو سره ښه مقابله کولی شی، مګر شکایت یې وکړ، چې د قطر خلک د نورو هېوادونو د "ټولیزې سزا" قرباني دي.

په قطر کې څه تېرېږي؟

د قطر پلازمېنه دوحه د نړیوالو الوتنو د نښلولو مرکز دی او د سې شنبې له سهار راهیسې په دې الوتنو کې ستونزه پیدا شوې ده.

د قطر، اتحاد او امارات هوايي کرښې هغه شرکتونه دي چې له دغو بندیزونو اغېزمنې شوې دي.

Image caption هغه هېوادونه چې له قطر سره يې اړيکي شلولي

سعودي عربستان او بحرین د قطر هوايي کرښې اجازه لیک ځنډولی او د هغې د دفترونو د تړلو امر یې کړی دی.

د قطر الوتکې اوس د سعودي عربستان پر اسمان ور تللی نه شي او اړې دی چې خورا اوږد واټن ووهي.

قطر د خوراکي توکو له وارداتو سره سخت تړلی دی او د دغه هېواد اوسېدونکو د خوراکي توکو د رانیولو لپاره په پلورنځیو کې کتارونه جوړ کړي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سې شنبې په ورځ وویل، چې د قطر منزوي کول هېڅ ستونزه نه اواروي او هیله من دی چې دا بندیزونه ژر لرې شی.

اړونده مطالب

ورته مطالب