تهران کې د داعش بریدونو ۱۲ کسان وژلي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
تهران کې وسله وال برید

د داعش وسله والو د ایران په پلازمینه تهران کې د پارلمان ودانۍ او ايت الله خميني پر مزار برید کړی. راپورونه د ۱۲ کسانو د وژل کېدو او يو شمېر کسانو د ټپي کېدو خبر ور کوي. داعش وايي برید دوی کړی.

د فارس خبري اژانس په وينا، لږ تر لږه يو بريدګر د پارلمان دننه ډزې کړې چې په ترڅ کې يو ساتونکی وژل شوی.

د دې پېښې تر څنګ د تهران په جنوبي برخه کې د ايت الله خميني پر مزار لږ ترلږه درې کسانو بريد کړی دی.

د ایران کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې برید ګر شپږ کسان وو، چې دوه یې د ایت الله خمیني مقبرې ته ننوتي وو او څلورو د پارلمان پر ودانۍ برید کړی و.

اعلامیه کې ویل شوي دي، د ایت الله خمیني مقبرې ته ننوتيو کسانو نه یو د ځانمرګي برید او پر پارلمان برید کوونکيو کې یو د ځانمرګي برید او درې نور د امنیتي ځواکونو د ډزو پایله کې وژل شوي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption ارګ د ایران له خلکو او حکومت سره خواخوږي څرګنده کړې.

ایراني چارواکي وايي، د هېواد په لر او بر کې امنیتي ځواکونو ته د تیار سئ امر شوی دی.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د تهران بریدونه غندلي دي او د ایران له خلکو او حکومت سره یې 'خواخوږي ' څرګنده کړې ده. په اعلامیه کې راغلی ''افغانستان د ګاونډي او دوست هېواد ایران د خلکو کړاو او غم محسوسوي او په تهران کې شوي ترهګریز بریدونه په سختو ټکو غندي. ''

خبر پاڼه کې دغه راز راغلي دي: ''ترهګرو له کابله تر تهرانه او لندنه پر ملکي خلکو بریدونه وکړل او له تمدن او بشریت سره یې خپله دښمني په ډاګه کړه.. کلونه کېږي، چې افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی، موږ هیله من یوو، چې ټول هېوادونه او په ځانګړې توګه د افغانستان ګاونډي هېوادونه د ترهګرۍ خطر جدي وبولي او د دغو ډلو پر ضد او د دوی د پټنځایونو له منځه وړلو لپاره جدي مبارزه وکړي. ''

د پارلمان له ودانی بهر اخيستل شوې ويډيو کې د درنو ډزو غږونه اورېدل کېږي او راپورونه وايي يو امنيتي ساتونکی وژل شوی دی.

د خميني په مزار کې يو شمېر کسان ټپيان شوي او لږ ترلږه يو ځانمرګی بريدګر وژل شوی دی.

اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) د بريدونو مسوليت منلی دی، خو په دې اړه يې شواهد نه دي ورکړي.

د ايسنا خبري اژانس د پارلمان یا ملي شورا د یوه غړي له خولې وايی، چې درې وسلوال کسان په ډزو سره ملي شورا ته ننوتل.

د هغه په خبره، د پارلمان پر ساتونکو یې ډزې پیل کړې او تر اوسه یې درې کسان ټپي کړي دي.

نوموړی زیاتوي چې دا کسان اوس کلابند شوي او وضعیت کنټرول دی.

په ورته مهال د ایران ایلنا خبري اژانس وايي، وسلوال کس د ایران د انقلاب د بنسټګر امام خمیني مزار ته ننوتلی او په ډزو سره یې څو کسان ټپي کړي دي.

دا اژانس د خلکو له خولې وایي، چې په دې ډزو کې یو کس وژل شوی او پنځه ټپیان دي.

فارس خبري اژانس هم ټوېټ کړی دی چې وسلوال کس د امام خمیني مزار ته په ننوتلو سره څو کسان ټپي کړي دی.

۱۹۷۹ کال کې د اسلامي انقلاب له راتګه راوروسته دا تهران کې تر ټولو خونړۍ پېښې بلل کېږي. د شنونکو په وینا د ایران اوسېدونکو لپاره دغه ډول پېښه ځکه ډېره بوږنونکې ده، چې د دغه هېواد خلک دا وروستیو کلونو کې د خپلو ګاونډیو هېوادونو د اوسېدونکو پرتله په خوندي چاپېریال کې اوسېدول.

د انځور حقوق Reuters

اړونده مطالب

ورته مطالب