"واده د زړه حملې خطر کموي"

بريتانيا کې يوې څېړنې موندلې چې واده د زړه روغتيا ته ګټه رسوي د انځور حقوق BULENT KILIC
Image caption بريتانيا کې يوې څېړنې موندلې چې واده د زړه روغتيا ته ګټه رسوي

بريتانيا کې يوې څېړنې موندلې چې واده د زړه روغتيا ته ګټه رسوي.

څېړونکي وايي، واده ستاسو د روغتیا لپاره ښه دی، که د زړه لوی خطر فکتورونه لکه لوړ ګلسټرول یا د وینې غوړ لرئ، نو ستاسو د خوندیتوب چانس ډېروي.

دوی د زړه کانفرنس کې وویل، د بريتانیا د نږدې یو میلیون بالغو کسانو د مطالعه کولو له مخې، مینه ناکه ښځه یا خاوند ممکن ستاسو ښه څارنه وکړي.

ټولو هغه کسانو د وینې لوړ فشار، ګلسټرول یا شکر درلود. واده شوو د مجردانو پرتله ډېر ښه ژوند درلود.

واده نېکمرغي؟

ډاکټر پاول کارټر او ملګرو یې چې دا څېړنه یې کړې ده، مخکې هم ویلي وو، واده د زړه له حملې د خوندي کېدلو له خورا ښه چانس سره اړیکي لري.

د دوی وروستۍ څېړنه د بريتانیا د زړه ټولنې کانفرانس کې وړاندې شوې، چې د همدې تړاو د شونتیاوو په هکله و.

دوی فکر کوي چې واده د ګلسټرول او وینې لوړ فشار په ګډون د زړه سترو ناروغیو د خطر کمولو په مقابل کې مرسته کوي.

په دغه څېړنه کې د زړه ناروغیو په ګډون د مړینې پر ټولو لاملونو بحث شوی دی.

د دې ۱۴ کاله څېړنې له مخې هغه سړي او ښځې چې واده یې کړی، د مجردانو پرتله یې ۱۶ سلنه د ژوند پاتېدلو چانس ډېر دی.

په ورته ډول د شکر او وینې لوړ فشار له امله پېښېدونکي مرګ څخه هم د مجردانو پرتله د واده شوو د ډېر بچ کېدلو چانس شته.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption څېړونکي وايي، په ژوند کې د یوازېتوب پر ځای ځانګړی مهم کس لرل ډېر مهم دي.

خو د ګوښه ژوند لرونکو، طلاق شوو، کونډ یا کونډې په هکله څه نه دي ویل شوي.

څېړونکو دا هم نه ده څېړلې چې واده لرونکي کسان ښه ژوند لري که نه.

دوی وايي، په ژوند کې د یوازېتوب پر ځای ځانګړی مهم کس لرل ډېر مهم دي.

ډاکټر کارټر وايي، موږ ته اوس لا ډېر پوهېدل پکار دي، خو ښکاري داسې چې واده کولو کې څه خوندیتوب شته، نه یواځې د زړه ناروغیو مخنیوي لپاره، بلکې د هغو لپاره هم چې د زړه ناروغیو خطر سره مخ وي، خو موږ دا هم نه وایو، چې هر چا ته واده پکار دی.

د برتانیا زړه ټولنې اړوند ډاکټر مایک نیپټن وايي، له دې څېړنې دا پیغام دی چې زموږ ټولنیز اړیکي او له طبي پلوه د وینې فشار په څېر پېښې خطرې دواړه خوښي او روغتیا ټاکي.

د هغه په خبره، که تاسو واده کړی وي، که نه، که د زړه ناروغۍ له خطرې سره مخ یاست، نو له خپلو خپلوانو سره په خبرو هغوی په دې برخه کې در سره مرسته کولی شي.

د زړه ناروغۍ د خطر لاملونه

  • سیګرېټ
  • د وینې لوړ فشار
  • د وینې ډېر غوړ یا ګلسټرول
  • شکر یا ډیابیټس
  • ډېر وزن لرل
  • فزیکي فعالیت نه لرل
  • کورنۍ کې د زړه ناروغۍ درلودل

اړونده مطالب

ورته مطالب