درې لاملونه چې قطر له عربو سره جوړجاړي ته هڅولی شي

د انځور حقوق EPA
Image caption قطر اوس کلابند دی او تر ټولو نږدې هېواد ایران دی، چې لوجستکي اړیکي ور سره لرلی شي.

شپږو عربي هېوادونو (سعودي عربستان، مصر، یمن، لیبیا، متحده عربي اماراتو او بحرین) له قطر سره ډيپلوماټیک اړیکي یې ور سره پرې کړل او اوس دا هېواد په عرب ګاونډیانو کې منزوي شوی.

دا عرب هېوادونه له ځینې توندلارو ډلو لکه اخوان المسلمین، حماس، نصرت جبهې سره ملاتړ، د ایران پلوي دریځ او د سعودي او بحرین په ګډون د ځینې هېوادونو په چارو کې لاسوهنه هغه څه بولي، چې له امله یې دوی له قطر سره اړیکي پرېکړل.

دوی له قطر خپل ډیپلوماټان واېستل او خپلو خلکو، هم یې د قطر وګړو ته ۱۴ ورځې وخت ورکړ چې خپلو هېوادونو ته ستانه شي، مګر سعودي عربستان وايي، قطریان حج ته تللی او راتللی شی.

د یواځنۍ ځمکنۍ لارې بندېدل

سعودي عربستان دا هم ویلي، چې هوايي، سمندري او ځمکنۍ پولې یې هم د قطر پر مخ تړلې او اوس دوحه له هغه یواځینۍ ځمکنۍ لارې هم بې برخې شوې، چې د خوراکي وارداتو نیمايي له همدې لارې ورته رسېدل.

دغې پرېکړې دوه ورځې نه کېږي، خو په قطر کې خلک اندېښمن دي او ان پر هټیو بیروبار جوړ شوی دی، دا ځکه چې قطر وارداتو پورې تړلی هېواد دی یواځې ګاز، تېل او پتروکیمیل توکي یې عمده محصولات دي.

د کارنر سټون ګلوبل سلاکارۍ کمپنۍ مشر غنیم نوسابه له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، که وضعیت همداسې روان وي، بیې به ډېرې لوړې شی او خلک به پر واکمنه کورنۍ د حاکمیت بدلولو یا د سیاست بدلولو لپاره فشار ډېر کړي.

د بندرونو او هوايي حریم تړل سعودي د ټرانسپورټ شرکتونو ته ویلي، چې قطر ته له هوا، سمندر او ځمکې د توکو او خلکو لېږدول وځنډوي له الوتونو ځنډېدلو وروسته د سعودي عربستان ټول بندرونه د قطري بېړیو، هغو بېړیو چې د قطر بیرغ لري او ان هغو بېړیو چې د قطر د حقیقي کسانو اړوند وي تړل شوې دي.

متحده عربي اماراتو هم فجیره بندر ته د قطري بېړیو پر تګ بندیز لګولی دی.

د قطر هوايي کرښې زیانمنېدل

سعودي عربستان او مصر نه یواځې له قطر سره الوتنې ځنډولې بلکې د دغه هېواد د الوتکو پرمخ یې هوايي ډګرونه او خپل هوايي حریم هم تړلی دی.

د مصر او سعودي عربستان پر هوايي کرښو سربېره د متحده عربي اماراتو د دوبۍ سرکاري هوايي کرښې اتحاد، ابوظبۍ او بحرین هوايي کرښو هم قطر ته الوتنې ځنډولي.

له دې بندیزونو سره د قطر هوايي کرښې هم چې هره ورځ دوبۍ، ابوظبۍ، ریاض او قاهرې ته په لسګونو الوتنې کولې، خپل پروازونه ځڼدولي دي.

د بي بي سي خبریال سایمن ایټکنس وايي، اصلی ستونزه دا ده چې د سعودي، مصر او نورو هېوادونو خپل هوايي حریم هم پر قطر تړلی او اوس به دوحه اړه وي، چې د هوايي حریم د بندیز له امله به د الوت لار بدلوي چې ډېر تېل به خوري او وخت به هم ور ته زیاتېږي، چې دواړه اقتصادي تاوانونه لري، هم د سونتوکو ډېر مصرف او هم په ډېر وخت کې یو هدف ته رسېدل.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلی ټرمپ دوې اونۍ مخکې له هېواده بهر په خپل لومړي سفر کې سعودي عربستان ته لاړ او له ترهګرۍ سره د مبارزې یوه مرکز پرانیسته کې یې برخه واخیسته.

د کارنر سټون ګلوبل سلاکارۍ کمپنۍ مشر غنیم نوسابه وايي، قطر هوايي کرښه د اسیا او اروپا نښلوونکې فضايي کمپنۍ په څېر ثابته شوې وه.

دا کمپنۍ په کال کې ۳۸ میلیونه مساپر لېږدوي.

غنیم نوسابه وايي، خو اوس به یې اروپا ته د سفر پخوانۍ شپږ ګړۍ(ساعتونه) اتو یا نهمو ګړیو ته رسېږي، چې له امله به یې مساپر نورو کمپنیو ته رجوع کوي او دا هوايي کرښه به خپل ځای بایلي.

د ۲۰۲۲ کال نړیوالې لوبې په قطر کې دا مهال پر نوي بندر، روغتیايي سیمه، مترو او د ۲۰۲۲ کال نړیوالو لوبو لپاره پر اتو لوبغالو کار روان دی او دا د خورا سترو پروژ له برخې دي.

د دې پروژو لپاره ډېر ودانیز مواد د سعودي عربستان له لارې راځي او که سعودي پولې تړي، ښايي د ساختماتي توکو بیې لوړې او د پروژو بشپړېدل وځنډېږي، که څه هم قطري چارواکي وايي، چې په دې پروژو او د ولسي وګړو پر ژوند به کوم اغېز ونه شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption متحده عربي اماراتو هم فجیره بندر ته د قطري بېړیو پر تګ بندیز لګولی دی.

د ایران او قطر اړیکي

د نورو ډېرو عرب هېوادونو اپوټه قطر له ایران سره ښه اړیکي لري. کله چې شپږو قدرتونو له ایران اټومي تړون هم کاوه د ځینې عرب هېوادونو خلاف قطر د دغه تړون ملاتړی و. د پخواني ولسمشر احمدي نژاد پر مهال چې کله امنیت شورا کې قطر لنډمهالی غړی و، پر ایران د بندیزونو د سختولو لپاره مسوده یې ویټو کړې وه.

په ایران کې د سعودي عربستان د سفارت له سوځېدلو وروسته پر ریاض سربېره څو نورو هېوادونو له تهران سره ډيپلوماټیک اړیکي وځنډول، خو قطر یواځې د څه مهال لپاره خپل سفیر ور وباله او دا اړیکي یې بېرته عادي شول.

قطر ایران په سیمه کې مهم هېواد بولي او وايي، د تهران د منزوي کولو پر ځای غوره دا ده چې عربان ور سره خبرې وکړي.

قطر او ایرن د خلیج په جنوبي برخه کې د ګاز د ډېرو سرچینو شریکان دي چې نړیوال اهمیت لري.

دواړه له حماس هم ملاتړ کوي او عربان خو پر قطر تور لګوي چې په یمن کې د ایران ملاتړو حوثیانو سره هم مرسته کوي او په بحرین کې د حکومت مخالفو وسلوالو د ملاتړ ترڅنګ د سعودي عربستان په قطیف کې د شیعه وو ملاتړ کوي.

اوس قطر څه کوي؟

که څه هم د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د قطر او نورو عربو ترمنځ کړکېچ باید د خبرو له لارې اوار شي، خو ځینې چاواکو یې دا غوره هم کړې چې په ۱۲ ګړیو کې د قطر اړتیاوې پوره کولی شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلي ټرمپ ریاض ته خپل سفر کې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حماد سره هم لیدلي و

مګر تر اوسه قطر د ایران د دې دریځ په دې هکله څه نه دي ویلي، ښايي نه غواړي چې په دې لوبه کې ژر د ایران لور ته ور ټوپ کړي.

د قطر امیر شیخ تمیم غوښتل ملت ته وینا وکړي، خو دا وینا وځنډول شوه او د ځنېډلو لامل یې هم د کویت د امیر ټلیفون بلل کېږي، چې ترې غوښتي یې دي د دې کړکېچ د پای ته رسولو لپاره له وینا ډډه وکړي.

کويت د ۲۰۱۴ کال په څېر بیا هم د قطر او عرب هېوادونو ترمنځ د کړکېچ منځګړتوب غواړي.

له بلې خوا د قطر د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې دوی غواړي د خبرو له لارې ستونزه اواره کړي.

د دې ستونزې د اواري لپاره پر کویت سربېره ترکیې او سوډان غږ پورته کړی، خو د قطر مقابل کې د ولاړو عرب هېوادونو غوښتنو ته په پام داسې اېسي چې دا منځګړتوب او د کړکېچ اوارول به وخت غواړي.