برما کې له ۱۰۰ ډېرو سپرلیو سره الوتکه بې درکه شوې

د انځور حقوق AFP

د برما چارواکي وايي، یوه پوځي الوتکه، چې ویل کېږي له ۱۰۰ ډېر کسان په کې ناست وو، بې درکه شوې ده.

د پوځ په خبره دغه الوتکه د سویلي ښار میایک او ینګون(رنګون) تر منځ د الوت پر مهال بې درکه شوې ده.

د لټون چارې پیل شوې دي. د پوځ په یوه اعلامیه کې ویل شوي دي:

کله چې الوتکه داويې ښارګوټي ۲۰ کیلومترۍ ته ورسېده، ناڅاپه ورسره اړیکي پرې شول.

د هوايي ډګر چاراکو اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي الوتکه کې ۱۰۵ سپرلۍ او د عملې ۱۱ کسان ناست وو.

د پوځ چورلکې او الوتکې سیمې ته لېږل شوې دي.

اعلامیه کې ویل شوي، الوتکې د اندامان سمندر پر سر سفر کاوه، چې بې درکه شوه.