''احتمال شته چین پاکستان کې پوځي اډه جوړه کړي''

چین په نړۍ کې تر ټولو لوی پوځ لري. د انځور حقوق Getty Images
Image caption چین په نړۍ کې تر ټولو لوی پوځ لري.

د امریکا دفاع وزارت یوه رپوټ کې ویل شوي، چین په ټوله نړۍ کې خپله پوځي وړتیا زیاتوي او دې لړ کې د پاکستان په ګډون یو شمېر هېوادونو کې پوځي اډې جوړولای شي.

رپوټ کې دا هم ویل شوي، د بیجینګ پوځي هدفونه په ډېرېدو دي او د امریکا د برلاسي ننګولو ته چمتووالی کوي.

پاکستان دا مهال له چین نه تر بل هر هېواد ډېره وسله پېري.

د امریکا دفاع وزارت کلني رپوټ کې ویل شوي دي، چین تېر کال پر خپل ملي پوځ ۱۸۰ میلیارده ډالر لګښت کړی دی.

دې سره چارواکو دا هم منلې، چې دا پر پوځ لګېدلې ټولې پېسې نه څرګندوي. دا بودیجه د چین کلني دفاعي بودیجې(۱۴۰ میلیارده ډالره) کې پام وړ زیاتوالی دی.

"د چین او امریکا ترمنځ جګړه د ټولې نړۍ په تاوان ده"

''د امریکا پر تله چین اوس پر پاکستان ډېر اغېز لري''

امریکا: چین له نړیوالو قوانینو سر غړونه کوي

رپوټ کې ویل شوي، چېن به د پاکستان په څېر خپل دوست هېواد کې د اضافي پوځي اډو جوړولو هڅه وکړي.

چین په نړۍ کې تر ټولو لوی پوځ لري.

تېر کال دغه هېواد د افریقا په جیبوتي کې خپله لومړنۍ پوځي اډه ورغوله، چې له هېواده بهر ده. دغه هېواد کې د ترهګرۍ پر ضد له مخکې نه د امریکايي پوځ یوه اډه فعاله ده.

د پنټاګون رپوټ کې د جیبوتي اډې یادوونه شوې او ویل شوي دي، ښايي چین پاکستان کې هم د نوې پوځي اډې رغولو هڅه وکړي.

د پینټاګون رپوټ کې ویل شوي، چین دا مهال تر ټولو لویه سمندري ځواک په ارام سمندر کې لري، چې نژدې ۳۰۰ بېړۍ په کې فعالې دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پینټاګون وايي، چین تېر کال پر خپل پوځ ۱۸۰ میلیارده ډالر لګولي.

خو د تکنالوژي او پوځي وړتیا له پلوه اوس هم چین تر امریکا او جاپان شا ته پاتې دی.

چین دا مهال د چین سمندر په سویل کې د مصنوعي ټاپوګانو او هلتهد امریکا لخوا د پوځي فعالیتونو پر سر سخت اختلاف لري.

ورته مطالب