چین کې له یوې ښځې له کوکینو جوړ بکسونه نیول شوي

د انځور حقوق POLICE HAND OUT
Image caption په ایکسرې کې د بکسونو رنګ له معموله ډېر توربخون معلومېده

چین کې چارواکو یوه ښځه نیولې، چې له کوکین 'د نشه یي توکو یو ډول ' رغوول شوی بکسونه یې د دغه هېواد شنګهايي ښار ته لېږدول. رپوټونو کې ویل شوي دي، دغه مېرمن له لاتیني امریکا راغلې وه.

چارواکو ته یې بکسونه مشکوک ښکاره شول، خو کله یې چې تش کړل هېڅ یې په کې و نه موندل.

له ایکسرې معایناتو وروسته معلومه شوه، چې د بکسونو رنګ د عادي بکسونو پرتله ډېر توربخون و. له تشېدو وروسته هم د بکسونو وزن د نورو بکسونو پرتله ډېر و.

کویټ کې د نشه يي توکو قاچاق وړونکې کوتره

له پاکستانه چین ته د خرو د پوټکيو قاچاق مخه نیول شوې

چارواکو نور معاینات وکړل او وروسته معلومه شوه، چې دغه بکسونه له لسو کیلو کوکینو رغول شوي وو. پولیسو دغه ښځه د سږکال فبرورۍ کې نیولې وه، خو په اړه یې جزیات اوس خپاره کړي دي.

له دې مخکې د قاچاق لپاره نوې لارې چارې کاروول شوې دي، خو دا لومړی ځل دی، چې له نشه یي توکو جوړ شوي بکسونه د ګمرک چارواکو مخکې تېرېدل.

له دې مخکې چین کې یو سړی نیول شوی و، چې کوکین یې خپلې ټپي پښې پورې د پټۍ په توګه تړلي و.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption چین کې کوکین لږ مو ندل کېږي او قاچاق کوونکو ته سخته سزا ورکول کېږي

تېره میاشت یوه چینايي جوړه داسې حال کې نیول شوې وه، چې کوکین یې له انګورو جوړ شویو شرابو کې له حل کولو وروسته هېواد ته راوړي وو.

چین کې کوکین ډېر لږ موندل کېږي. د چین له قانون سره سم هغه کس ته د مرګ سزا ورکول کېدای شي، چې له ۵۰ ګرامه ډېر کوکین قاچاق کړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب