د خبرونو رسېدو لارو بدلون
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د خبرونو رسېدو لارو بدلون

د هغو لارو چارو بدلون چې له مخې يې خبرونه در رسېږي.. له ورځپاڼو تر وېبپاڼو او ټولنيزو رسنيو... خو څه چې ګورئ پرې باور کولی شئ؟

هغه لار چې د نړۍ لروبر پرې خلک ورځني خبرونه ترلاسه کوي، بدلېږي. نن سبا ځوان رايه ورکوونکي ډېره کمه پر ورځپاڼو، او ډېره زياته پر انټرنېټ او ټولنيزو رسنيو تکيه کوي.

خو پوښتنه دا ده چې دا کار یې اوس څومره ډېر له غلطو او ناسمو خبرونو سره مخامخولی او په کې ورښکېلولی شي؟ داسې حال کې چې بريتانيا سبا د وټونو او رايو ورکولو پيلېدو ته شېبې شمېري، دې راپور کې د بريتانيا رسنيو ته کتنه شوې ده.