موزمبیق: ګنجي نارینه وو ته خبرداری

ګنجا د انځور حقوق Getty Images

موزمبیق کې دا وروستیو کې پولیسو داسې دوه کسان نیولي، چې ادعا کېږي درې ګنجي نارینه یې وژلي دی.

موزمبیق کې ځینې توکم پال نارینه په دې آند دي، چې د ګنجي نارینه په سر کې سره زر وي او که د ګنجا نارینه د بدن له غړیو جوړ شوي درمل وخوري، دوی به هم شتمن شي.

سعودي کې یوه ښځه د جادو په تور اعدام شوه

لمر څرک: توهم پالنه او طبي درملنه

پولیسو ملانګې سیمه کې داسې دوه کسان نیولي، چې ویل کېږي درې ګنجا نارینه یې وژلي دي.

زمبیزیا ایالت کې د پولیسو مشر افانسو ډایس یوې خبرې غونډې ته ویلي دي، ځینې خلک داسې عقیده لري، چې ګواکې ګنجی نارینه شتمن وي او د دوی په سرونو کې سره زر پټ وي.

د امنیتي ادارو یوه ویاند میګویل سیټانو اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، له وژل شویو کسانو نه د یوه سر غوڅ شوی او د بدن غړي یې ایستل شوي دي.

د نوموړي په وینا یو شمېر درمل جوړونکي د دغو کسانو له غړیو هغو ته درمل جوړوي، چې غواړي شتمن شي.

اړونده مطالب