ایران: سعودي او امریکا د تهران بریدونو مسوول دي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
تهران کې د داعش بریدونو ۱۲ کسان ووژل

د ایران ځواکمن امنیتي ځواک سپاه پاسدران د دغه هېواد پر پارلمان او د اسلامي انقلاب د بنسټګر په مرکز د بریدونو پړه پر سعودي عربستان او امریکا ور واچوله.

سپاه په یوه بیان کې لیکي، چې د نړۍ عامه فکرونه په تېره د ایران ملت په دې پوهېږي چې دا برید د سیمې د یوه داسې هېواد سعودي عربستان چې د تکفیري ترهګرو ملاتړی دی له مشرانو سره د امریکا د ولسمشر له لیدنې یوه اونۍ وروسته دی.

د چارشنبې په ورځ په دوو هممهاله بریدونو کې د داعش وسلوالو د ایران پر پارلمان او د دغه هېواد اسلامي انقلاب د بنسټګر ایت الله خمیني پر مزار برید وکړ.

ایراني چارواکي وايي، په دې بریدونو کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۴۲ ټپیان دي.

د چارواکو په خبره، د پارلمان برید کې ۱۱ او د مزار برید کې ۱ کس وژل شوی دی.

ایران وايي، د یوې ښځې په ګډون شپږو وسلوالو برید کړی و، چې درې په پارلمان کې او دوه هم د امام خمیني مزار کې ووژل شول او یوه ځانمرګې بریدګره په دغه مزار کې ونیول شوه.

خو ځینې نور ایراني چارواکي د پارلمان د بریدګرو شمېر څلور او د مزار بریدګر دوه ښيي.

د امریکا او نړۍ غبرګون

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا برید غندلی او په یوه بیان کې یې لیکلي دي "موږ د دې برید له بې ګناه قربانیانو سره غمجن یوو، د ایران خلکو ته دوعا کوو، ځکه بد حالت تېروي".

خو ټینګار يې وکړ "کوم هېوادونه چې د ترهګرۍ مالي ملاتړ کوي، ممکن خپله هم د هغې بلوا قرباني شي، چې هڅولې یې ده".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر ټرمپ د ایران قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې

د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم د دې برید په غندلو سره ویلي، "بې لارې ترهګرۍ په سوله ییزه متمدنه نړۍ کې ځای نه لري".

د افغانستان په ګډون، کاناډا، روسیې، فرانسې او نورو هېوادونو او د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم دا بریدونه غندلي دي.

د داعش ایراني بریدګر

ایران وايي بریدګر هغه ایرانیان وو چې له داعش سره یو ځای شوي وو.

د ایران د ملي امنیت سترې شورا مرستیال رضا سیف اللهي د دغه هېواد تلوېزون ته ویلي، بریدګر "د ایران له خاورې وو او له داعش سره یو ځای شوي وو".

داعش د دې بریدونو مسوولیت منلی دی او دا یې په ایران کې یو بریالی برید بلل کېږي.

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې داعش په یوه بیانیه کې ویلي، چې پنځو وسلوالو یې په دې برید کې لاس درلود او په لاسبمونو، ځانمرګو واسکټونو او نورو وسلو سره یې دا بریدونه کړي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د چارواکو په خبره، د پارلمان برید کې ۱۱ او د مزار برید کې ۱ کس وژل شوی دی.

د تهران ټایمز سرلیکوال محمدعلي ساکي له نیویارک ټایمز سره خبرو کې ویلي، چې څلورو بریدګرو د پارلمان په نورو برخو کې له کارکوونکو او ساتونکو سره جګړه کړې او اصلي پارلمان ته نه دي ننوتلي.

خو نیویارک ټایمز وايي، چې یوه بریدګر د پارلمان په څلورم پوړ کې ځانمرګی کړی دی.

ایران کې داعش

داعش د دې برید د مسوولیت په منلو سره داسې ویډیو هم خپره کړې چې وايي، د پارلمان په منځ کې یې ډکه کړې ده.

په دغه ویډیو کې په عربي ژبه ویل کېږي "موږ چېرته نه ځوو، تل دلته یوو".

د ایران پارلمان کې یو استازی علي قرباني وايي، دا ویډیو د نوموړي دفتر ښيي.

هغه له ایسنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې په دې برید کې د نوموړي د دفتر مسوول او یو موکل هم وژل شوی دی.

که څه هم ایران په عراق او سوریه کې له داعش سره په جګړه دی، خو دې ډلې تر اوسه په دغه هېواد کې دا ډول برید نه و کړی.

خو په دې وروستیو میاشتو کې یې په پارسي ژبه داسې پیغامونه خپرول چې د ایران شیعه رژیم پرضد یې په کې د دغه هېواد د سني لږکيو د پارولو هڅه کوله.

داعش په مارچ میاشت کې داسې مستند ډوله فېلم هم خپور کړ، چې وسلوال یې په کې ښودل او ویل یې ایرانیان دي او په عراق کې د داعش لپاره جکړه کوي.

د ایران استخباراتي اداره وایي، چې تراوسه یې په دغه هېواد کې د داعش څو دسیسې شنډې کړې دي.

خو داعش د چارشنبې ورځې برید سره خپل دودیز دوښمن ته د ګوزار ور کولو ادعا وکړه.

کورنی غبرګون

د بي بي سي پارسي شنونکې جني نورتن وايي، د ایران د انقلاب د لومړنیو کلونو له ګډوډیو وروسته دا تر ټولو سخت ترهګریز برید دی.

د نوموړې په خبره، دې برید د داسې خلکو عادي ژوند ته ټکان ور کړ چې د نورو ګاونډیانو پرتله یې خپل هېواد خورا امن دی.

د منځني ختیځ د چارو شنونکې دنیا اسفندیاري وايي، ښايي له دې برید وروسته ایران په سوریه او عراق کې د توندلارو د ځپلو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب