د لندن بریدګر ۴ کاله وړاندې پاکستان ته سفر کړی و

د انځور حقوق Getty Images
Image caption خرم بټ او د هغه دوو ملګرو لومړی لندن برج کې خلک پر موټر ووهل او وروسته یې په بورو مارکیټ سیمه کې پر خلکو د چاکوګانو له ګوزارونو ورکړل.

اکسپرېس ټريبيون

اکسپرېس ټريبيون وايي پاکستاني توکمي خرم شهزاد بټ چې د لندن په وروستيو بريدونو کې ښکېل و، څلور کاله وړاندې يې پاکستان ته سفر کړى و.

د ورځپاڼې په وينا د نوموړي ماما د پنجاب ايالت په جهلم ولسوالۍ کې د واکمن مسلم گوند مشر دى.

خرم بټ پاکستان ته د خپل سفر پر مهال د خپل ماما په کورکې دېره و.

د خرم بټ يوۀ بل ماما رسنيو ته ويلي د هغه دا کړنه يو شخصي عمل دى او بايد د دوى کورنۍ ورسره و نه تړل شي. هغه دا هم ويلي چې خرم بټ يو برتانيايي تبعه و او د يوۀ پاکستاني په توگه د هغه ورپېژندلو نه موخه د پاکستان بدنومول دي.

واشنگټن پوست

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تهران کې د داعش بریدونو ۱۲ کسان وژلي

واشنگټن پوست په ايران کې د اسلامي دولت نومې ډلې له لوري شويو بريدونو ته په اشاره ليکلي چې دغې ډلې له کلونو راهيسې په سوريه او عراق کې د ايران له اېتلافيانو سره جگړه کړې خو اوس تهران ته د وينې بهېدو لمن غځېدا سره حالت بدل شوى.

ورځپاڼې د داعش دا عمل د ايران پر سياسي پېژاند او هغې نظريې پر زړه يو بريد بللى چې وايي دغه اورپکي له هغو ځواکونو سره د پرتلې نه دي چې په پوره لېوالتيا د تهران ساتنه کوي.

ورځپاڼه زياتوي، حال دا چې بريد څرگنده کړه امريکا او ايران يو گډ دښمن لري خو داسې نه برېښي د اسلامي دولت نومې ډلې پر وړاندې د امريکا د هڅو بڼه دې بدله کړي او يا ايران مخامخ دې ډلې سره په جگړه کې ښکېل شي. ځکه امريکا له اسلامپالو اورپکو سره د جگړې او په سيمه کې د ايران اغېز محدودولو لپاره له سعودي عربستان سره لاس يو کړى چې د ايران لوى سيمه ييز سيال دى.

د امريکا د پوځ خپرونه ستار اېند ستراېپس

د انځور حقوق Getty Images
Image caption داعش په افغانستان کې د یو شمېر خونړیو بریدونو مسولیت په غاړه اخیستی

د دغې خپرونې په گډون ځينو امريکايي رسنيو د اسوشېتډ پرېس د يوۀ مطلب پر بنسټ ليکلي چې په افغانستان کې د اسلامي دولت نومې ډلې د غړو ترمنځ د مشرۍ پر سر خپلمنځۍ شخړې رامنځته شوي.

مطلب وايي يو ليک چې د دغې ډلې د يوۀ مشر له لوري ليکل شوى او اسوشېتډ پرېس ته په لاس ورغلى څرگندوي چې په دې شخړه کې ازبک جنگيالي او پاکستاني هغه چې د دغه هېواد استخباراتو سره نژدې بلل کېږي د يوۀ بل پر واندې ودرېدلي.

ليک د معاويه ازبکستاني په نامه يوۀ کس له لوري لاسليک شوى چې وايي د عبدلحسيب له وژل کېدو وروسته يې په افغانستان کې د اسلامي دولت نومې ډلې مشري په غاړه اخيستې.

د داعش ازبک جنگيالي دا خبره نه مني چې گواکې د ډلې مشري دې شيخ اسلم فاروقي ته ورکړل شوې وي، او دا د پاکستان د استخباراتو له لوري خپرې شوې گنگوسې بولي.

ليک کې راغلي که دا خبره رښتيا هم وي ازبک وسلوال به يې ځکه ونه مني چې د دوى په وينا د پاکستان استخباراتي اداره د دغو جنگياليو تر شاه ده.