قطر: موږ ځکه ګوښه کېږو، چې پرمختګ مو چټک دی

قطر د انځور حقوق Reuters

قطري چارواکو ویلي له عربي هېوادونو سره د اوسنیو ناندریو لړ کې به خپله بهرنۍ تګلاره بدله نه کړي او په وینا ستونزې ته به دیپولماتیکې لارې چارې ولټوي.

رویټرز خبري اژانس د قطر بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني له قوله ویلي، چې د اوسني کړکیچ لپاره به دیپلوماتیکې لارې چارې ولټول شي او په وینا یې دغه بحران پوځي حل نه لري.

سعودی عربستان، مصر، متحدہ عربي امارات، بحرین، لیبیا او یمن هغه شپږ عربي هېوادونه دي، چې له قطر سره یې اړیکي پرې کړي دي.

قطر دغه ګام بې بنسټه او بې سببه بللی دی.

قطر په اړه د ټرمپ او سعودي پاچا ټيليفوني خبرې

د قطر او عرب هېوادونو ترمنځ د کړکېچ څلور لاملونه

ټرمپ له قطر سره د عربي هېوادونو پرېکون د خپل سفر پايله بللې

دغو هېوادونو تور پورې کړی، چې قطر د اخوان المسلمون او اسلامي دولت نومې ډلې په ګډون د یو شمېر سخت دریځو اورپکو ډلو ملاتړ کوي.

د دوشنبې پر ورځ د سعودي عربستان په ګډون دغو هېوادونو له قطر سره اړیکي پرې کړل.

د کویت امیر د دغه کړکېچ هواري له لپاره دیپلوماتیکې هڅې کوي. د سې شنبې پر ورځ دوحا کې د خبرو پر مهال د بهرنیو چارو وزیر وویل قطر 'منزوي ' کړل شو، ځکه موږ 'بریالي یو او پرمختګ کوو '

د نوموړي په خبره( زموږ دریځ د سولې دریځ دی، د ترهګرۍ دریځ نه دی. له دغه کړکېچه د ټولې سیمې ثبات له خطر سره مخامخ دی)

د قطر بهرنیو چارو وزیر ویلي:

'موږ به پر شا نه شو او هېڅکله به له خپلې ازادې بهرنۍ پالیسي پر شا نه شو '

د انځور حقوق Reuters
Image caption د قطر بهرنیو چارو وزیر ویلي، د دغه بحران له کبله د ټولې سیمې ثبات ته خطر دی

نوموړي ویلي ایران ورته د خوړو او او اوبو لېږدولو لپاره د خپلو درېیو بندرونو د استعمال وړاندیز کړی دی، چې په وینا یې تر اوسه یې دغه وړاندیز نه دی منلی. شیخ محمد ویلي قطر له دې مخکې داسې کړکېچ سره نه دی مخامخ شوی.

بل لور ته روسیې ویلي شیخ محمد به د شنبې پر ورځ مسکو کې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره وویني. د روسیې تاس خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي دي دواړه چارواکي به پر 'بېړنیزو نړیوالو ' مسلو خبرې وکړی، خو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب