داعش تهران کې د بریدګرو وېډیو خپره کړه

په برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۷ کسه اعلان شوی و د انځور حقوق EPA
Image caption په برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۷ کسه اعلان شوی و

"اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې د ایران تهران کې د خپلو هغو بریدګرو نوې وېډیو خپره کړې، چې وايي ددغه هېواد پر پارلمان او د اسلامي انقلاب د بنسټګر پر مرکز یې پکې برید کړی و.

د داعش اړوندې "اعماق" شبکې له خوا په خپره شوې وېډیو کې هغه شېبې ثبت شوې، چې د تېرې چارشنبې په ورځ بریدګر پکې پر پارلمان او د ایت الله خمیني پر مرکز پکې برید کوي.

په وېډیو کې له ځینو ځایونو ښکاري، چې ګني دا وېډیو د برید پرمهال ایران کې ډکه شوې ده.

ایران: سعودي او امریکا د تهران بریدونو مسوول دي

تهران کې د داعش بریدونو ۱۲ کسان وژلي

انځورونه: ایران کې پر پارلمان او د ایت الله خمیني پر مقبره بریدونه

په وېډیو کې درې پټ مخي بریدګر د کامرې مخې ته شا اړولې ده، چې یو یې په عربي ژبه له یوې دعا ویلو وروسته په کردي ژبه خلک جهاد ته هڅوي.

دی وايي: "د لوی خدای په غوښتنه ایران کې جهادي کتیبې (کنډک) جهاد پیل کړ او هیله مو دا ده چې ګران وروڼه راسره یوځای شي او هغه شمه چې موږ بله کړې ده، ګل نه کړي او د رافضيانو تکفیر او د هغوی پېژندنه او وژنه کې پښه نیولي نه شي."

رافضیان تر ډېره یاغي خلکو ته کارول کېږي، چې تر ډېره یې سخت دریځې سُني ډلې د شیعه ګانو لپاره کاروي.

د چارشنبې په ورځ ایران کې تلوېزیونونو د هغو بریدګرو وېډیو خپره کړه، چې د پارلمان ودانۍ ته پکې ننوځي.

په رپوټونو کې ویل شوي وو چې بریدګر پنځه کسان وو او غوښتل یې د ایت الله خمیني د تلین پر ورځ چاودنې وکړي.

په تازه وېډیو کې یو پټ مخی بریدګر وايي، دا یې ایران کې د عملیاتي کنډک د بریدونو پیلامه ده او هیله یې دا ده چې دا لړۍ وغځول شي:

"... د خدای په امر جهاد پیل کړئ. عملاً د دوی وینې وبهوئ هماغسې لکه دوی چې په ټولو هېوادونو کې د مسلمانانو وینې بهوي."

دی زیاتوي: "دوی موصل، سوریې، یمن او لیبیا ته خپله فتنه غځولې ده او هر ځای د مسلمانانو پروړاندې ولاړ دي. په یقین او قاطعیت سره دوی منځني ختیځ کې له یهودانو سره یو لاس دي."

نقاب لرونکی ویناوال د وېډیو پای کې ټینګار کوي چې تر ایران وروسته نوبت د سعودي د حکومت دی چې په وینا یې "د آل سعود کورنۍ باید پوی شي چې له ایران وروسته د دوی نوبت دی."

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ایران کې د داعش لومړني بریدونه

دی زیاتوي: "باید پوی شئ چې د اسلامي دولت جنګیالي یوازې د خدای جنګیالي دي. یوازې د خدای لپاره جنګېږي. د هېچا لاسپوڅي نه دي. د هېچا نوکران نه دي. یوازې د خدای او د هغه د پیغمبر امر پرځای کوونکي دي. نه د ایران او نه هم د عربستان لپاره جنګېږي."

ایراني چارواکو ویلي وو، په برید کې وژل شوي کسان هغه ایرانیان وو چې له داعش سره یوځای شوي وو.

ورته مطالب