د ۱۰ پونډو ګوتمۍ په څه باندې ۶۰۰ زره پونډه وپلورل شوه

د الماسو ګوتمۍ د انځور حقوق Sotheby's
Image caption اټکل دی چې دغه الماس پر نولسمې پېړۍ پورې اړه لري.

له الماسو جوړه یوه ګوتمۍ چې له یوه لاسي خرڅوونکي په ۱۰ پونډو رانیول شوې وه، د ساتبي لیلامځي کې په څه باندې ۶۰۰ زره پونډه وپلورل شوه.

د ګوتمۍ څښتن دا ګوتمۍ په ۱۹۸۰مه لسیزه کې اخیستې وه. دی وايي دا چې ګوتمۍ درنه وه، نو خرڅولو ته یې زړه ښه کړ.

دی نه پوهېده چې ګني په تېرو کلونو کې یې په ګوته کړې دغې ۲۶ قیراطه الماسي ګوتمۍ دومره ارزښت درلود.

اټکل دی چې دغه الماس پر نولسمې پېړۍ پورې اړه لري.

'ګلابي ستوری' نومي الماس د ۷۱ میلیونه ډالرو بدل کې

سیرالیون: مذهبي مشر ستر ناتوږل شوی الماس موندلی

د کوه نور الماس شپږ افسانې

د ساتبي د لیلامځي د ګاڼو د برخې مشر وايي: "د ګوتمۍ څښتن به هره ورځ دا ګوتمۍ په ګوته کوله. بهر ته به سودا ته چې وت ګوتمۍ به یې په ګوته وه. هېڅوک یې په ریښتیني ارزښت نه پوهېدل."

سرچینه وايي، د ګوتمۍ څښتن داسې نه انګیرله چې ښايي دغه ګوتمۍ به ارزښتناکه وي، ځکه چې غمی یې د ځلېدونکو الماسو په څېر نه و.

خو تر ۳۰ کلونو وروسته سړي خپله ګوتمۍ د ساتبي لیلامځي ته یووړه او یوه ګاڼه خرڅوونکي ورته وویل دا یوه قیمتي ګوتمۍ ده چې بالاخره په څه باندې ۶۰۰ زره پونډه وپلورل شوه.

اړونده مطالب

ورته مطالب