تیرېزا مې د حکومت جوړولو په لټه کې

د برتانیا ټولټاکنو پایلې ښيي، چې هېڅ ګوند نه دی توانېدلی د حکومت جوړولو لپاره اړین اکثریت تر لاسه کړي د انځور حقوق Getty Images
Image caption د برتانیا ټولټاکنو پایلې ښيي، چې هېڅ ګوند نه دی توانېدلی د حکومت جوړولو لپاره اړین اکثریت تر لاسه کړي

د بریتانیا لومړۍ وزیره تیرېزا مې ټاکنو کې تر ماتې خوړلو وروسته پر ځايي وخت پر ۱۲:۳۰ بجو بکینګهام ماڼۍ ته ځي چې د نوي دولت جوړېدو په اړه له ملکې سره وویني.

د کارګر ګوند مشر جیرمي کوربین د اغلې مې د استعفا غوښتنه وکړه، خو دا وايي اوس یې هېواد "ثبات" ته اړتیا لري او له خپلې څوکۍ استعفا نه کوي.

لومړۍ وزیره هڅه کوي په خپل دفتر کې پاتې شي او د دیموکراټیکو متحدینو ګوند به یې د لږکیو د ادارې په جوړولو کې ملاتړ وکړي.

تیرېزا مې په دې هیله تر ټاکلې نېټې مخکې ټاکنې وکړې، چې ګوندي ډېرې رایې وګټي، خو د کارګر ګوند پروړاندې یې د خپلو څوکیو شمېر ډېر کړ.

تېره ورځ ګهیځ د بریتانیا د پارلمان د ۶۵۰ غړو ټاکلو لپاره رای اچونه پیل شون او د جمعې ورځې (جون نهمه) لومړنیو پایلو وښوده چې واکمن محافظه کاره ګوند به د ۳۲۶ لازمو څوکیو له لاسه ورکولو سره پارلمان خپل اکثریت ونه بایلي.

تر اوسه د ۶۴۹ ټاکنیزو حوزو رایې شمېرل شوې، چې ښيي محافظه کاره ګوند د ۱۲ څوکیو له لاسه ورکولو سره تر اوسه ۳۱۸ څوکۍ ګټلې دي او کارګر ګوند د ۲۹ څوکیو په ګټلو د خپلو څوکیو شمېر ۲۶۱ ته لوړ کړی دی.

د سکاټلنډ ملي پال ګوند د ۲۱ څوکیو په بایللو سره ۳۵ څوکۍ ګټلې او لیبرال دیموکراټ ګوند د ۴ څوکیو په ګټلو ۱۲ څوکۍ ترلاسه کړې دي.

د پارلماني ټاکنو مخکېنی پړاو د ۲۰۱۵ کال مې میاشت کې ترسره شوی و چې د ډیویډ کامیرون په مشرۍ د محافظه کاره ګوند له لیبرال دیموکرات ګوند سره د ایتلافي حکومت جوړولو ته زړه ښه کړ، خو په خپلواک ډول یې نوی حکومت جوړ او اعلان کړ.

اوس ویل کېږي چې کارګر ګوند هم د خپلو ډېرکیو حکومت جوړولو ته چمتووالی نیسي.دغه ګوند دا پرېکړه وروسته تر هغه وکړه چې انګلنډ، ویلز او سکاټلنډکې یې ۲۹ څوکۍ وګټلې. ښاغلي کوربین له ټاکل کېدا وروسته وویل، اوس هغه وخت رارسېدلی چې اغلې مې له حکومته لیرې شي، ځکه چې په وینا یې په دې سره کولای شي چې هغه په ښه ډول د دغه هېواد د خلکو استازیتوب وکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کارګر ګوند مشر له تېریزا مې غوښتي چې استعفا وکړي

خو وروسته ښاغلي کوربین بي بي سي ته وویل، اوس ښه روښانه شوه چې ټاکنې چا وګټلې: "موږ د هغو خلکو چوپړ ته چمتو یو چې پر موږ یې باور وکړ." خو دا یې هم وویل له نورو ډلو سره معاملې کولو ته زړه نه ښه کوي.

د بریتانیا مخکیني ملکي چارواکي لارډ او ډونل بي بي سي ته وویل، لومړۍ وزیره د اوس لپاره پر خپلې څوکۍ پاتې کېدای شي، او هغه باید د جون پر ۱۹مه د ملکې تر وینا پورې د پارلمان باور ترلاسه کولو هڅه وکړي. په ورته وخت کې پاول نوتال د خپل ګوند له مشرۍ لاس په سر شوی. نوموړی دا ګام وروسته تر هغه اخیستی چې ګوند یې د هېواد په کچه د لازمو څوکیو ګټلو کې پاتې راغی.

اړونده مطالب

ورته مطالب