د برتانیا ټاکنې، اوس به څه کېږي؟

د انځور حقوق Getty Images

د برتانیا ټاکنو پایله کې ځوړند پارلمان رامنځته شوی دی او اوس پوښتنه دا ده، چې دغسې حالت کې باید څه وشي؟

ایا هغه ګوند به واکمن شي، چې تر ټولو ډېرې څوکۍ یې ګټلې دي؟

تل داسې نه کېږي، خو معمولاً هغه ګوند بریالی بلل کېږي، چې د پارلمان له ۶۵۰ څوکیو نه تر ټولو ډېرې وګټي او دغه راز د ګټونکي ګوند مشر لومړی وزیر ټاکل کېږي. اوسنیو پایلو ته په کتلو ښايي داسې و نه شي او عین ممکنه ده، چې هغه ګوند ایتلافي حکومت جوړ کړي، چې ټاکنو کې یې دویم ځای موندلی دی.

د برتانیا ټاکنې: د رایې اچونې او پایلو بهیر

د برتانیا ټاکنې: کومو سیمو کې څوک بریالي شوي؟

ټاکنې څنګه ګټل کېږي؟

د لومړي وزارت تر لاسه کولو اسانه لاره خو دا ده، چې د برتانوي پارلمان استازو جرګه یا ولسي جرګه کې تر ټولو ډېرې څوکۍ تر لاسه شي، یعنی د ګټونکي ګوند د پارلماني غړو شمېر باید د نورو ګوندونو تر ټولټال شمېر ډېر وي.

ښکاره خبره ده، چې د پارلمان له ۶۵۰ غړو باید لږ تر لږه ۳۲۶ غړي د ګټونکي ګوند اړوند وي. د قوانینو تایید او د اپوزیسیون له لاسه له ماتې د ځان ژغورنۍ لپاره د غړو دومره شمېر د بریالي ګوند لپاره کافي دی، خو که دومره شمېر غړي هېڅ ګوند تر لاسه نه کړي، بیا ویل کېږي، چې ځوړند پارلمان رامنځته شو.

د انځور حقوق Getty Images

ځوړند پارلمان؟

کله چې کوم یو ګوند و نه توانېږي د حکومت تشکیل لپاره اړینې څوکۍ تر لاسه کړي، دې ته ځوړند پارلمان ویل کېږي او برتانیا کې ۲۰۱۰ کال کې هم ورته حالت رامنځته شوی و.

اوس به څه کېږي؟

د ځوړند پارلمان رامنځته کېدو په صورت کې هم محافظه کار ګوند حکومت کولای شي. لومړۍ وزیره ټېرېزا مې کولای شي تر هغه مهاله چې معلومه شي څوک نوی حکومت جوړوي د لومړۍ وزیرې په توګه دنده پر مخ یوسي او یا هم خپله استعفا وکړي.

البته په دې موده کې د بېلا بېلو ګوندونو د استازو تر منځ د ایتلافي حکومت لپاره خبرې کېدای شي. استازي ښايي پر دې خبرې وکړي، چې ټېرېزا مې د لومړۍ وزیرې په توګه پر خپله دنده پاتې شي او که جیرمي کوربین ته فرصت ورکړل شي چې حکومت تشکیل کړي. خو اوسني حالت کې یوازې همدغه دوه کسان د لومړي وزارت مقام لپاره کاندیدان کېدای شي.

د مېرمن مې ګوند ۳۱۸ څوکۍ ګټلې او دا کولای شي د نورو کوچنیو ګوندونو په مرسته حکومت جوړ کړي او پر خپله دنده پاتې شي، خو که هغه بریالۍ نه شي، بیا به جیرمي کوربین ته د حکومت جوړولو بلنه ورکول کېږي. دوی دواړه اړ نه دي، چې د یوه بل انتظار وکړي، بلکې کولای شي په ورته مهال د حکومت جوړولو هڅې پیل کړي.

۲۰۱۰ کال کې د حکومت تشکیل لپاره د ایتلاف جوړېدو پنځه ورځې وخت نیولی و او دا ځل ښايي تر هغه ډېر وخت ونیسي، خو دې لړ کې ځانګړې موده نه ده ټاکل شوې.

د جون میاشتې پر ۱۳ نېټه به د نوي پارلمان ونډه کېږي. ټېرېزا مې تر دغې نېټې پورې وخت لري، چې یا نوی حکومت جوړ کړي او یا استعفا وکړي.

خو د دې لپاره باید هغه پوه شي، چې ښاغلی کوربین حکومت جوړولای شي، که داسې نه وي نوموړې له پارلمانه د باور رایې تر لاسه کولو هڅه کولای شي.

د بریکزیټ خبرې؟

د ځوړند پارلمان یا جیرمي کوربین د لومړي وزیر په توګه د ټاکل کېدو په صورت کې دغه خبرې ځنډېدای شي. په پام کې وه دغه خبرې د جون پر ۱۹ پیل شي، خو که د حکومت تشکيل ځنډیږي، له اروپايي ټولنې ښايي د خبرو ځنډېدو غوښتنه وشي.

د ملکې رول؟

په پارلمان کې اکثریت ګټونکي ګوند مشر یا مشره د برتانیا ملکې ته د خپل اکثریت ثبوت وړاندې کوي او ملکه د حکومت تشکیلولو اجازه ورکوي. له دود سره سم ملکه د برتانیا ګوندي سیاست کې مداخله نه کوي، ځکه داسې احتمال نه شته، چې هغه به لومړي وزارت ته کوم کس وټاکي، البته داسې احتمال شته، چې د حکومت نه جوړېدو په صورت کې ملکه پارلمان ته وینا و نه کړي.

حکومتي اتحاد؟

په پارلمان کې دننه د حکومتي اتحاد مانا دا ده، چې دوه یا ډېر ګوندونه په شریکه حکومت جوړ کړي او ګډ پروګرام وړاندې کړي.

که محافظه کار یا لېبر ګوند و نه توانیږي ایتلافي حکومت جوړ کړي، په داسې صورت کې دوی یوازې حکومت تشکیلوي او داسې حکومت ته اقلیتي حکومت وايي، خو داسې صورت کې به دوی د قوانینو تایید لپاره د نورو ګوندونو همکاري ته اړتیا لري.

تېر کې داسې هم شوي، چې برتانیا ټاکنو کې دویم ځای ګټونکي ګوند حکومت جوړ کړي، خو دا معلومه نه ده، چې داسې حکومت څومره دوام کوي او په تېر کې دغه ډول حکومتونه تر ډېره نه دي پاتې شوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب