د برتانیا لومړۍ وزیره بل ګوند سره نوی حکومت جوړوي

مې د انځور حقوق Reuters
Image caption تېریزا مې وايي محافظه کار ګوند ډېرې رایې خپلې کړي او د نوي حکومت د جوړولو لپاره "مشروعیت " لري. د وینا پر مهال د هغې مېړه هم ورسره ولاړ و.

د برتانیا لومړۍ وزیره تېریزا مې چې ګوند یې د پنجشنبې په ټاکنو کې پارلماني اکثریت بایلود، وايي چې د یوه کوچني وحدت پلوي ګوند، ډي یو پي په ملتیا نوی حکومت جوړوي.

وروسته له دې چې مېرمن مې د برتانیا له ملکې دوهمې الیزابت سره په بکنګهم ماڼۍ کې وکتل، خپل ګوند یې چې ټاکنو کې یې تر نورو ډېرې څوکۍ ګټلي د حکومتولۍ لپاره وړ وباله.

آغلې مې غوښتل چې تر وخت د مخه ټاکنو په رابللو سره خپل دریځ پیاوړی کړي، خو پرځای یې ډېره کمزوري راوتلله.

د مېرمن مې په وینا محافظه کار ګوند ډېرې رایې خپلې کړي او د نوي حکومت د جوړولو لپاره "مشروعیت" لري.

هغې وویل: " له ملګرو او ملاتړو" سره به په دیموکراتیک وحدت پلوي ګوند کې یو ځای شي او برېکزت یا له اروپايي ټولنې د وتلو بهیر به پرمخ بیايي.

د انځور حقوق PA
Image caption تېریزا مې نن د برتانیا له ملکې سره له وکتل.

که محافظه کار ګوند اته نورې څوکۍ ګټلې وای او ټولټال یې د پارلمان له ۶۵۰ څوکیو ۳۲۶ خپلې کړې وای نو بریا به یې مطلقه وه. اټکل دی چې د محافظه کار ګوند څوکۍ ۳۱۹ وي چې د دیموکراتیک وحدتپلوي ګوند له څوکیو سره به په پارلمان کې ټولټال ۳۲۹ غړي ولري.

د جیرېمي کاربېن په مشرۍ کارګر ګوند ۲۶۱ څوکۍ، د نیوکولاس سترجېن په مشرۍ د سکاټلند ملتپال ګوند اس ان پي ۳۵ او تېم فارون په مشرۍ لیبرال دیموکراتانو ۱۲ څوکۍ ګټلي دي.

د مخالف کارګر ګوند مشر جیریمي کوربین چې په دې ټاکنو کې د اټکل خلاف ښه وځلېد له صدراعظمې وغوښتل چې استعفی وکړي، خو هغې د لندن پر مهال د جمعې غرمه مهال له ملکې سره تر کتنې وروسته وویل چې په هېواد کې د ټیکاو له پاره نوی حکومت جوړوي او خپل کار ته دوام ورکوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له ښی لاس لوړ: جېریمي کاربېن، تېریزا مې، تېم فارون او نیکولاس ستېرجن

په ګوند کې دننه هم یو شمېر غړو له تېریزا مې غوښتي ول چې استعفا وکړي خو د مېرمن مې د پلویانو له مخالفت سره مخ شوي ول.

په هغې لنډې وینا کې چې لومړۍ وزیرې مې دخپل دفتر پر وړاندې وکړه، د دې په وینا په "حساس وخت" کې یې له اروپايي ټولنې د وتلو پر خبرو اترو ټینګار وکړ خو له دیموکراتیک وحدت پلوي ګوند سره یې د حکومت د جوړولو پر څرنګوالي ډېره رڼا وانه چوله.

لومړۍ وزیرې مې لا تر ټاکنو وړاندې ویل چې هېواد یې یوه "پیاوړي" حکومت ته اړتیا لري چې له اروپايي ټولنې د وتلو بهیر کې داسې پرېکړه وکړي چې د ملت په ګټه یې وي.

په اوو کلونو کې دا دویم ځل دی چې د برتانیا د ټولټاکنو پایله هغه څه راوځي چې په سیاسي اصطلاح کې یې ځوړند پارلمان بولي. ځوړند پارلمان هغه دی چې یو ګوند هم په ټاکنو کې په دې نه وي بریالی شوی تر نیمايي ډېرې رايې خپلې کړي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption تېریزا مې وايي محافظه کار ګوند ډېرې رایې خپلې کړي او د نوي حکومت د جوړولو لپاره "مشروعیت " لري. د وینا پر مهال د هغې مېړه هم ورسره ولاړ و.

د دیمواتیک وحدتپلوي ګوند مشرې ارلین فوستر تایید کړې چې له لومړۍ وزیرې مې سره یې خبرې کړي او پر دې غږېدلي چې څنګه "کېدی شي داسې مهال چې لویې ننګونې شته دغه ملت ته ثبات راولي. "

د مېرمن فوستر په مشرۍ د شمالي ایرلند دیموکراتیک وحدتپلوی ګوند له اروپايي ټولنې د برتانیا د وتلو غوښتونکی دی.

د کارګر ګوند مشر جېریمي کوربن چې په خپله سیمه شمالي یزلنګتن کې یې څوکۍ ګټلې له تېریزا مې وغوښتل چې داسې حکومت جوړ کړي چې"په رښتیا د دغه هېواد د خلکو استازیتوب وکړی شي ".

ښاغلي کوربېن وویل: " موږ چمتو یو چې هغو خلکو ته چې پر موږ یې اعتماد کړی خدمت وکړو، خو له کوم ګوند سره به تړون یا معامله ونه کړو."

د انځور حقوق EPA
Image caption وحدت پالی ډی یو پي ګوند له اروپايي ټولنې د برتانیا د وتلو پلوی دی.

له هیجانه په داسې ډکه شپه کې په سکاټلند کې بیا د سکاټلند ملتپال ګوند اس ان پي تر ټولو ډېرې رایې خپلې کړې خو بیا یې هم ۲۱ څوکۍ محافظه کار، کارګر او لیبرال دیموکرات ګوندونو ته وبایللې.

د لیبرال دیموکرات ګوند مشر تېم فارون په خپله سیمه کې د څوکۍ له ګټلو وروسته پر تېریزا مې غږ وکړ چې د هېواد "راتلونکې دې په خپلې بې شرمۍ په خطر کې نه اچوي او که ځان ته یو زره درناوی هم لري، نو استعفا دې وکړي".

تمه کېږي چې ډېر ژر د راتلونکي حکومت د جوړښت څرنګوالی چې محافظه کار ګوند به یې مشري کوي اعلان شي او معلومه شي چې له اروپایي ټولنې د وتلو په مساله کې څه ډول حکومت چارې پر مخ بیايي.

اړونده مطالب