"د صدام پر اعدام امریکايي پوځیانو هم وژړل"

صدام حسین د انځور حقوق Getty Images

د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسین امنیت ساتلو ته ګومارل شوي ۱۲ امریکايي پوځیان که د نوموړي د ژوند خورا ښه خپلوان نه وو، نو د وروستیو شپو ورځو خورا ښه ملګري یې وو.

دوی له ۵۵۱ پوځي پولیس کمپنیو غوره شوي او ځواکمن یا سوپر ۱۲ بلل کېږي.

په دوی کې یو هم ول بارډنوپر دی چې بندي په خپله ماڼۍ کې (The prisoner in his palace)کتاب یې هم کښلی دی.

نوموړی په دغه کتاب کې د صدام حسین د ژوند پر وروستیو ورځو غږېدلی دی.

واشنګټن پوسټ: صدام حسین امریکایانو ته ویلي و عراق کې ماته خورئ

''پر عراق د نیمګړو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ برید شوی و''

جورج بوش: له صدام حسین نه پرته نړۍ ډېره ښه ده

بارډنورپر وايي، کله یې چې صدام حسین اعداموونکو چارواکو ته سپاره، نو د ټولو ساتونکو له سترګو یې اوښکې روانې وې.

د کتاب لیکوال د خپل یوه ملګري ایډم فوګرسن له خولې وايي، موږ کله هم صدام د رواني ناروغ یا وژونکي په څېر ونه لید، موږ هغه ته د نیکه په سترګه کتل.

د انځور حقوق Getty Images

د عراق پخوانی ولسمشر د خپلو ۱۴۸ مخالفانو د وژنې په تور اعدام شو.

هغه وايي، صدام د ژوند وروستیو ورځو کې د امریکايي سندرغاړې میري جي بلیزرډ سندرې غږولې. خپل ګرانبیه ورزشي ټپټپي یا بایک باندې چې "ټټو" یې باله کېناسته.

خوږ خوراک یې ډېر خوښ و او تل یې یواځې خوراک خوښاوه.

بارډنورپر وايي، په وروستیو ورځو کې د صدام چلند له نورو سره ډېر ښه و او د ظالم واکمن نښه یې پرې نه ښوده.

سیګرټ څکول کاسټرو را زدکړل

د انځور حقوق Getty Images

صدام حسین د سیګرټ څکولو ډېر شوقي و، له ځان سره به یې ساتل. هغه ویل چې د سیګرټو څکول یې له فېډل کاسټرو زده کړي دي.

له بڼوالۍ سره یې ډېره مینه وه، د خپل بند شاوخوا ګډوډ بوټي یې د ښایسته ګلانو په څېر پالل.

صدام حسین د خپلو خوړو په هکله هم ډېر نازک و.

سباناري کې یې اول املیټ( ټماټرو سره پخې هګۍ)، بیا مفنز او وروسته تازه مېوه خوله، که املیټ به لږ هم خراب و،نو نه به یې خوړل.

بارډنورپر وايي، صدام یو ځل د خپل زوی په تړاو هم یوه کیسه وکړه.

د انځور حقوق Getty Images

یوه ورځ د صدام د زوی اودې په مېلمستیا کې ډېر خلک مړه او ژوبل شول. صدام له غوسې امر وکړ چې د اودې ټولو موټرو ته اور واچوئ.

صدام حسین ویل، د خپل زوی د هغو ټولو موټرو د سوځېدلو ننداره یې وکړه چې ډېر ګرانبیه موټر هم پکې وو.

یو ځل یو امریکايي سرتېری چی د صدام ساتنه یې کوله، د خپل ورور د مرګ کیسه وکړه، نو په ځواب کې صدام ورته وویل، "له دې وروسته ما خپل ورور بوله".

د انځور حقوق Getty Images

صدام حسین یو بل امریکايي پوځي ته هم ویلي و: "که د خپلو پیسو د کارونګ اجازه را کړل شوه، نو ستا د بچي د زدکړو لګښت به په خپله غاړه واخلم".

لیکوال وايي، یوه شپه موږ ولیدل چې یو ۲۰ کلن پوځي ډوسن له خپلې کچې لوی سوټ یا کوړتۍ اغوستې او لر او بر کېږي(کته پورته ګرځي).

وروسته معلومه شوه چې دا کوړتۍ صدام ورته ډالۍ کړې وه.

بارډنورپر لیکي، موږ به ډېرې ورځې پر ډوسن ملنډې وهلې، خو هغه به بیا هم د صدام کوړتۍ اغوستې وه او کله به چې پکې ګرځېده، نو داسې به اېسېده لکه فېشن شو کې چې یو شی مشهوروي.

د انځور حقوق Getty Images

که څه هم د صدام ساتونکو ته امر شوی و، چې هغه ته نږدې نه شي، خو د وخت په تېرېدلو له صدام سره د ټولو ساتونکو ملګرتیا ډېرېدله.

د دوسیې پر مهال صدام حسین دوو جېلونو کې ساتل کېده.

اولنی جېل بغداد کې د نړیوالې محکمې ځمکتل او دویم هم د بغداد شمال کې د هغه ماڼۍ وه. دا ماڼۍ یوه ټاپو کې وه چې له یو پل تګ راتګ ور کېدلی شو.

د انځور حقوق Getty Images

بارډنوپر وايي، موږ له صدام سره هغومره څه ونه کړل چې حق یې و، خو کله مو هم پر هغه ملنډې ونه وهلې.

د سټیو هټکنسن او کرس ټاسکر په ګډون څو نورو ساتونکو له ګودام د صدام دفتر جوړ کړ او پلان دا وه چې صدام حیران( سرپرایز) کړو.

د ګودام له سامان یوه د څرمنې څوکۍ او یو کوچنی مېز را واخیستل شو، پر مېز یو کوچنی بیرغ ولګول شو.

دا ټول د دې لپاره و چې د یوه دفتر بڼه جوړه کړو او کله چې صدام کوټې ته را ننوت، نو یو پوځي مېز پاکول پیل کړل.

د انځور حقوق COLLECTIVE ROMEO GACAD

کله چې صدام دا ولیدل، نو په زوره یې وخندل او پر څوکۍ کېناست. د صدام امنیت ته ګومارل شوی پوځي د نوموړي مخ ته پر څوکۍ کېناست او دا داسې منظره وه، لکه صدام چې محکمه کې وي.

بارډنورپر وایي، پوځیانو به دا هڅه کوله چې صدام خوشال وساتي. په بدل کې به صدام هم له دوی سره ټوکې کولې او ماحول به له خوښیو ډک ساتل کېده.

ډېرو پوځیانو بارډنو پر ته ویلي، "دوی په دې خبره پوره باوري و، چې که څه بد ور سره کېدلی، نو صدام د دوی لپاره د خپل ژوند خیال هم نه ساته".

د انځور حقوق WILL

کله به چي صدام وخت درلود، نو له پوځیانو به یې پوښتل چې کورنۍ یې څوک ساتي.

د دې کتاب هیښوونکې برخه هغه ده، چې پکې راغلي، د هغه صدام پر مرګ امریکايي پوځیان ډېر غمجن و، چې د امریکا دښمن بلل کېده.

په دغو پوخیانو کې ایټم روتهرسن هم دی او بارډنورپر ته یې ویلي: "کله یې چې صدام اعدام کړ، نو موږ فکر کاوه، چې موږ له هغه سره خیانت وکړ. موږ ځانونه وژونکي بلل، موږ دا خیاله کوه، چې داسې سړی مو وواژه چې موږ ته ډېر نږدې و".

کله چي صدام اعدام شو او مړی یې بهر را وړل شو، نو بېرون د خلکو ګنه ګوڼې لاړې ور توکلې او کنځل یې کول.

بارډنور پر لیکي، په دې ۱۲ کې یو پوځي هڅه وکړه چې خلک له دا ډول چارو منع کړي، خو نورو پوځیانو وګرځاوه. یو بل پوځي سټیو هچنسن له امریکايي پوځ استعفا ور کړه.

د انځور حقوق Getty Images

سټیو دا مهال جارجیا کې د وسلې اړوند روزنه ور کوي او وايي، چې د صدام مړي ته د سپکاوي کوونکو سره جګړې ته نه پرېښودل شو.

لیکوال وايي، صدام د ژوند وروستیو ورځو کې هیلمن و، چې اعدام به نه شي.

خو د ۲۰۰۶ کال د ډيسمبر پر ۳۰ سهار درې بجې پاڅول او ورته وویل شو، چې لږ وروسته به اعدام شي.

صدام خپه و، پټه خوله یې ځان مرګ او دار ته تیار کړ.

له اعدام لږ مخکې صدام سټیو ور وباله او له خپل مړوند یې ساعت ور خلاص کړ.

اوس هم جورجیا کې د سټیو په کور کې هغه ګړۍ شته او ټک ټوک کوي.

ورته مطالب