ایران: د تهران بریدونو طراح "بهر کې ووژل شو"

ایراني چارواکو د هېواد ګوټ ګوټ کې د نورو بریدونو له وېرې امنیتي تدابیر ټینګ کړي دي د انځور حقوق Getty Images
Image caption ایراني چارواکو د هېواد ګوټ ګوټ کې د نورو بریدونو له وېرې امنیتي تدابیر ټینګ کړي دي

د ایران د اطلاعاتو وزیر ددغه هېواد تلوېزیون ته ویلي، تهران کې د چارشنبې ورځې د بریدونو اصلي طراح له هېواده بهر وژل شوی دی.

محمود علوي د ایران رسمي تلوېزیون ته ویلي، دغه کس د څارګر سازمان په همکارۍ موندل شوی او وژل شوی دی.

دی وايي، د بریدونو دغه اصلي طراح له بریدونو وروسته له ایرانه وتلی، خو په وینا یې ملګرو څارګرو سازمانونو د شنبې په ورځ هغه وموند.

د ایران د اطلاعاتو وزیر د دغه طراح د موندلو او وژلو په اړه ډېر جزییات ورنه کړل او نه یې هم د هغه هویت افشا کړ، خو ویې ویل چې د "بې نومه پوځیانو" په مټ وژل شوی.

داعش تهران کې د بریدګرو وېډیو خپره کړه

ایران: سعودي او امریکا د تهران بریدونو مسوول دي

تهران کې د داعش بریدونو ۱۲ کسان وژلي

"بې نومه پوځیان" توري ایران کې تر ډېره د اطلاعاتو د وزارت کارکوونکو لپاره کارېږي.

ښکاري چې له همکارو سازمانونو نه د ښاغلي علوي اشاره د ګاونډیو هېوادونو څارګرو سازمانونو ته وه.

خو نوموړی وايي د بریدونو اصلي طراح د برید پرمهال پر پوله و او له برید وروسته له ایرانه وتلی.

له برید وروسته ایران کې پراخ چاڼیز عملیات او پلټنې پیل شوې، چې تر اوسه یې ۴۲۴۳ کسان نیولي دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د تهران یو بریدګر

د تېرې چارشنبې په ورځ پنځو بریدګرو هم مهاله د ایران پر پارلمان او د ایت الله خمیني پر زیارت بریدونه وکړل، چې لږترلږه ۱۷ کسان پکې ووژل شول او ۴۰ نور ټپیان شول.

د برید پړه "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې ومنله.

په بریدګرو کې یوه ښځه هم وه،چې د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر ایت الله خمیني په زیارت کې یې ځان وچووه.

په ورته وخت کې د ایران د انتظامي ځواکونو قومندان حسین اشتري د شنبې په ورځ (جون لسمه) وویل، د ایران شاوخوا کې یې یوه ترهګره ډله نیولې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د خمیني قبر د پارلمان له ودانۍ ایله څو کیلومتره واټن لري

ورته مطالب