د قذافي زوی سیف الاسلام "خوشی شوی"

سيف الإسلام القذافي د انځور حقوق Reuters
Image caption د لیبیا یوې محکمې په ۲۰۱۵ کال سیف الاسلام په اعدام محکوم کړی و

د لیبیا له زنتان ښاره رپوټونه وايي، د قذافي کشر زوی سیف الاسلام چې وړاندې طرابلس کې په اعدام محکوم شوی و، له زندانه خوشی شوی دی.

د ابو بکر الصدیق کنډک په نامه ډلې پر فیسبوکپاڼې ویلي چې "سیف الاسلام قذافي د جمعې پر شپه (د روژې میاشتې پر څوارلسمه) خوشی شو".

دغې ډلې چې سیف الاسلام په زنتان کې ورسره بندي و، ویلي د نوموړي د خوشي کولو لامل د هغه "بښل" وو.

سیف الاسلام قذافي لیبیا کې د خلکو له پاڅون پیلېدا وروسته تری تم شو، پلار یې معمر قذافي ونیول شو.

د قذافي زوی سیف الاسلام په اعدام محکوم شو

سیف الاسلام قذافي محکمې ته حاضر شوی

د سیف الاسلام قذافي ژوند (انځورونه)

نوموړی دوه کاله وړاندې طرابلس کې یوې محکمې د بشر ضد جرمونو په تور په اعدام محکوم کړی و.

سیف الاسلام د لیبیا د خلکو د پاڅون پرمهال د خپل پلار له خوا د پاڅونوالو د سرکوبولو په لړ کې د خپل پلار ټینګ ملاتړی و.

نوموړی د ۲۰۱۱ کال اګسټ میاشت کې چې طرابلس سقوطوکړ او د لیبیا لنډمهاله شورا واک ته ورسېده، یوه میاشت وروسته د تېښتې پرمهال ونیول شو.

ده هڅه کوله نیجر ته وتښتي.

سیف الاسلام قذافي د جرمونو پروړاندې د نړیوالې محکمې تر څار لاندې هم و او دغې محکمې په بشرضد جرمونو تورن کړی و.

دی اوس ۴۵ کلن دی او په انګلیسي ژبه روانې خبرې کولی شي. لندن کې یې اقتصاد لوستی او دوکتورا هم لري.

نوموړی د خپل پلار د واکمنۍ پرمهال لیبیا کې د یوه خیریه او پراختیايي بنسټ مشر و. هغه له اسلامپالو سخت دریځو نه د برمته شویو کسانو، په تېره بیا فلپین کې د اسلامپالو سخت دریځو له منګولو د نیول شویو کسانو د خوشي کولو بهیر کې ښه رول لوبولی.

نوموړی په ۲۰۰۶ کال د هغه د پلار پر حکومت تر نیوکو وروسته له لیبیا ووت خو بېرته ورستون شو.