پر خواله رسنیو دین ته سپکاوی، یوه پاکستاني ځوان ته د مرګ سزا

پاکستان
Image caption د پاکستان په تاریخ کې لومړی کس دی، چې پر خواله رسنیو دین ته د سپکاوي په اعدام محکومېږي.

د پاکستان په پنجاب ایالت کې يوې محکمې یو ځوان دین ته د سپکاوي په تور د مرګ په سزا محکوم کړی دی.

همدا د پاکستان په تاریخ کې لومړی کس دی، چې پر خواله رسنیو دین په سپکاوي په اعدام محکومېږي.

چارواکي وايي، د پنجاب په بهاولپور کې د تیمور رضا په نامه یو ځوان د شنبې په ورځ يوې پاکستانۍ محکمې وروسته له هغه د مرګ په سزا محکوم کړ، چې د دوی په وینا پر خواله رسنیو يې د اسلام د پېغمبر او اصحابو پر ضد لیکل کړي.

"مشال هیڅکله اسلام ته سپکاوی نه دی کړی"

د مردان پولیسو مشر: پر مشال ډزې کوونکی مو نیولی

د چارواکو په خبره دغه ځوان يې تېر کال نیولی و او له همغه راهیسې يې قضیه څېړل کېده، چې پوره یو کال وروسته ورته محکمې دغه سزا واوروله.

اسلام یا پېغمبر ته سپکاوی په پاکستان کې داسې عمل دی، چې تر ډېره په کې تورن کس د قهرېدلو خلکو لخوا په وهلو ډبولو وژل کېږي.

په همدې تور روان کال د پښتونخوا په مردان ولسوالۍ کې د مشال خان په نامه یو ځوان همداسې ووژل شو، خو د هغه تر مرګ دوې مياشتې وروسته هم چارواکي وايي، داسې کوم شواهد يې نه دي موندلي، چې مشال خان دې دین ته سپکاوی کړی وي.

په پاکستان کې د بشري حقونو سازمانونه او ډېری روڼاندي له مودې راهیسې غوښتنه کوي، چې په دغه قانون کې دي بدلون راوستل شي، ځکه چې د دوي په وینا اکثره په کې بې ګناه وګړي وژل کېږي او سزا ورکول کېږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب