فرانسويان د پارلماني ټاکنو لومړي پړاو کې رايې ورکوي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

فرانسويان د پارلماني ټاکنو لومړي پړاو کې رايې ورکوي

د ولسمشر په توګه د اېمانوېل مکرون له ټاکلو يوه مياشت وروسته، فرانسويان نن د پارلماني ټاکنو لومړي پړاو کې رايې ورکوي.

فرانسه كې د وټونو يا رايو ورکول روان دي، خو دا ځل د پارلماني ټاکنو لومړي پړاو کې.

دا ټاکنې د ولسمشر اېمانوېل مکرون او د ده، پر يون جمهوريت ګوند لپاره، چې يوازې يو کال عمر لري، يوه ازموينه ګڼل کېږي.

د دغه هېواد لروبر د ۵۷۷ څوکيو لپاره سيالۍ کېږي. د ښاغلي مکرون ګوند، که غواړي د هغو تګلارو پلي کولو لپاره کوم فرصت ولري، چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره يې د هلوځلو پر مهال ژمنه کړې وه، بايد ښې پايلې ولري.