له موصله پر تښتېدلو کورنیو څه تېر شوي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له موصله پر تښتېدلو کورنیو څه تېر شوي

موصل کې جګړه، تاو او زور يې ملکيانو ته رسېږي. هغه کورنۍ چې تښتېدلې د خپل کړاو کيسه کوي.

راپورونه وايي د امريکا په ملاتړ د سوریې حکومت مخالف ځواکونه د اسلامي دولت نومې ډلې مرکزي ښار رقې لوېديځې برخې ته ورننوتلي دي.

د سوریې ديموکراتيکو ځواکونو ډلې ويلي دې ګام د رقې دننه يو بله جبهه پرانيستې او له اورپکو سره په سختو نښتو کې کېوتي دي. دوی مخکې ښار ختيځې برخې ته ننوتي وو.

پر همدې مهال د عراق موصل کې خلک د جګړې له اوره په تېښته دي.

د بي بي سي خبريالې نفيسې کهنورد له ځينو تښتېدونکو کورنيو سره خبرې چې له لوی کړاوه تېرېږي.