د ایډز ناروغۍ په برخه کې افغانستان او پاکستان غواړي ګډ‌ کار وکړي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اېکسپرېس ټرېبيون د پاکستان له دولتي ادارو سره د ایډز ۱۸۵۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوي دي

اېکسپرېس ټرېبيون

پاکستانۍ ورځپاڼه اېکسپرېس ټرېبیون لیکي چې د افغانستان او پاکستان حکومتونه د ایډز ناروغۍ د مخنیوي لپاره د ګډو هڅو په اړه خبرې کوي. ورځپاڼه زیاتوي په همدې لړ کې یو افغان پلاوی په درې ورځني سفر اسلام آباد ته راغلی چې له خپلو پاکستاني همکارانو د یوه ستراتیژیک پلان ، د معلوماتو د شریکولو او د تخنیکي ملاتړ په اړه خبرې وکړي.

ورځپاڼه زیاتوي د پاکستان له دولتي ادارو سره د ایډز ۱۸۵۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

یوازې کابل کې ۹۵ تنه په دې ناروغۍ اخته دي. که څه هم په کابل کې د اېډز د ناروغانو لپاره بېلابېل مرکزونه جوړ شوي دي خو د دې ناروغۍ په باب افغانستان کې لا هم ډېر پوهاوى نه شته.

ډېر ډاکټران په دې باور دي چې د معلوماتو په موندلو او د خلکو په پوهاوي ددې ناروغۍ د خپرېدا مخنیوی ممکن دی.

سنډې ټايمز

څو بریتانوي ورځپاڼو د "اسلامي دولت" نومې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د وژلو خبر خپور کړی، له دې ډلې سنډې ټایمز د سوریې د دولتي رسنیو په حواله لیکي چې په نړۍ کې لومړی درجه مطلوب ترهګر البغدادي د دغې ډلې په تر ټولو قوي مرکز رقه ښار کې په یوه برید کې وژل شوی دی.

عراق کې د 'داعش' دویم نمبر مشر 'وژل شوی'

یاغیانو د داعش اصلي مرکز دابق ښار 'نیولی'

داعش په افغانستان کې څومره بريالی دی؟

د انځور حقوق Getty Images

سنډې ټایمز لیکي چې دا امکان شته چې د دغې ترهګرې ډلې مشر تېره اوونۍ د ائتلافي ځواکونو له خوا بمي بریدونو کې، وژل شوي وي.

ورځپاڼې په لندن کې میشت د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ هغه خبره هم را اخستې چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په رقه کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.

بریتانوۍ ورځپاڼې ډیلې مېرر د کار ګر ګوند د مشر جیرمې کوربن هغه خبره را اخستې چې وايي که لومړۍ وزیره تریزا مې له مخې لرې شي نو ښايي د بریتانیا لومړی وزیر شي.

ښاغلي کوربن ویلي ګوند یې هر وخت بل ځل ټاکنو ته چمتو دی. له دې وړاندې هم سنډې ټلیګراف په یوه مقاله کې ویلي وو چې لومړې وزیرې تیریزا مې له دې امله له یوه واړه ګوند سره ائتلاف وکړ چې له دویم ځل ټاکنو ځان وژغوري، هغه ټاکنې چې د سنډي ټلیګراف په وینا د جرمي کوربن د بریالیتوب امکانات له ځان سره لري.

د انځور حقوق Getty Images

نيويارک ټايمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه مطلب کې ویلي چې ښايي د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ لکه چې تمه یې کېدله سږکال بریتانیا ته سفر ونکړي.

د ورځپاڼې په وینا بریتانیا ته د ښاغلي ټرمپ د سفر د ځنډیدو او یا حتی د لغوه کېدو لامل هغه غبرګونونه وي چې په لندن کې د وروستیو بریدونو په تړاو د امریکا د ولسمشر د څرګندونو په ځواب ښودل شوي وو.

ورځپاڼه زیاتوي چې د مېرمن مې په حکومت کې هم چارواکو د دغه سفر په اړه په ښکاره له څه ویلو ډډه کړې ده.

د انځور حقوق Getty Images

هندوستان ټايمز

هندوستان ټایمز ورځپاڼه په یوه مطلب کې چې سرلیک یې دی "د آستانا د غونډې پیغام : ترهګرۍ ځای نه لري"، لیکي چې په شانګهای سازمان کې د هند د بشپړ غړیتوب په تر لاسه کولو سره باید هند په دې اړه فکر وکړي چې د دغه سازمان راتلونکې اجنډا کې څنګه اضافه والی را وستلی شي.

په تیره دا چې د لیکوال په وینا په دې اړه باید فکر وشي چې دغه سازمان څنګه مرسته کولی شي چې په سیمه کې د چین اغېز د یوه ګواښ په توګه نه بلکې پر رغنده لاره د کارولو لپاره څنګه ګټور ثابت شي.

لیکوال زیاتوي د دغه ډول نړیوالو سازمانونو یو کار دا دی چې پر ځواکمنو هېوادونو یو ډول محدودیتونه لګوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب