پسرلي کې ولې ځانوژنه ډېرېږي؟

د انځور حقوق iStock
Image caption ډاکټر فوټس پاپاډوپولس ۱۲۰۰ ځانوژنې او موسمي حالات ارزولي دي.

د نولسمې پېړۍ له پیله داسې څېړنه شته چې وايي، پسرلي کې د ځان وژونکو خلکو شمېر ډېرېږي.

د دې باور په تړاو د سوېډن په یپسله پوهنتون کې د ارواپوهنې پوهاند فوټس پاپاډوپولس وايي، که په یخ یا ژمي موسم کې د ځانوژونو شمېر معیار وګرځوئ، نو پسرلي کې د ځانوژونې شمېر له ۲۰ سلنې تر ۶۰ سلنې پورته کېږي.

یوه سړي د لور وژنې صحنه پر فېسبوک په ژوندۍ بڼه خپره کړې

بریتانیا کې د ځانوژنې کچه لوړه شوې

امید بریتانیا کې 'د مرګ حق' غوښتلو په هڅه کې دی

دا خبره عجیبه ښکاري، خو حقیقت څه دی؟

د دې ممکنه وجه یوه دا هم کېدلی شی، چې د سیروټونن کچه کې بدلون راځي، سیروټونن په دماغ کې یو نیرو ټرانزمټر دی.

نیرو ټرانسمېټرپه مغز کې کیمیاوي مواد دي، چې په مغز او بدن کې اطلاعات لېږدوي.

له څېړنې معلومېږي چې څومره وخت یو څوک د لمر وړانګو ته تېروي، نو په وینه کې یې ډېر سیروټونن پیدا کېږي چې په ګرم موسم کې یې منځنۍ اندازه یا اوسط مقدار ډېرېږي.

د دې یوه بله وجه دا هم کېدلی شی چې د ډيپرېشن یا ژور خپګان د کمولو درمل سیروټونن زیاتوي او دا چار ځینې ناروغانو کې د ځانوژنې سبب کېږي.

ډاکټر فوټس پاپاډوپولس وايي، موږ پوهېږو چې کومو ناروغانو ته د ډيپرېشن ضد درمل ور کوو، د هغوی د مزاج د ښه والي لپاره له دریو تر څلور اوونۍ پکار دي.

Image caption پسرلي کې د ځانوژونې شمېر له ۲۰ سلنې تر ۶۰ سلنې پورته کېږي

پر دغه مهال ځینې خلک ډېر سرګردان وي، چې له امله یې سوچ او فکر اغېزمنېږي، ممکن د لمر وړانګې هم پر ځینې خلکو دغه اغېز وکړي، چې دا درمل یې پر کوي.

ډاکټر فوټس پاپاډوپولس ۱۲۰۰ ځانوژنې او موسمي حالات ارزولي دي.

د هغه د څېړنې له مخې، د ځانوژنې د شمېر او د لمر وړانګو ته د ناروغ د پاتېدلو د ساعتونو د شمېر ترمنځ ورتوالی شته، خو دا ورتوالی هغه وخت ختمېږي چې وګورې د لمر وړانګو ته تېر شوي ساعتونه په څه ډول موسم کې کې و.

د هغه په خبره، دې ته د سیروټونن اړوند نظریه وايي.

په دې تړاو نورې نظریې هم شته لکه په پسرلي کې د پولن (د ګل نرینه زړی یا دانه چې د ګل ښځینه سره یو ځای) د زیاتېدلو له امله په دماغي کیمسټري یا جوړښت کې کې بدلون.

د ارواپوهنې بل پوهاند ټیوډور سوسټلاش وايي، دا نا باورېدونې خبره ده چې په ونو کې د مېوې زیاتېدلو هڅه انسانانو کې د ځانوژنې سبب کېږي، خو موږ د پولن زیاتوالي او له تاوتریخوالي پرته د ښځو د ځانوژنې شمېر کې سره ورته والی وینو.

د لمر وړانګو او ځانوژنې ترمنځ څه تړاو دی، دا اوس هم د انسان ادرات ته نه ده راغلی، خو دا روښانول خورا ډېر مهم دي چې د دوی ترمنځ څه تړاو دی، په خورا کمو خلکو اغېز کوي او په دې تړاو نورې څېړنې ته اړتیا ده.

ورته مطالب