د پاناما لیکس په تړاو د پلټنو ګډې جرګه ګۍ نواز شریف ور وباله

د انځور حقوق AFP
Image caption د پلټنې دلې په اطلاعیه کې راغلي، چې نواز شریف د جون پر ۱۵ اسلام اباد کې فدرالي قضايي اکېډمۍ ته غوښتل شوی دی.

د پاناما لیکس د څېړنو اړوند د ګډې پلټنې شپږ کسیزې ډلې د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف د پنجشنبې په ورځ وربللی دی.

د دې ډلې په اطلاعیه کې راغلي، چې نواز شریف د جون پر ۱۵ اسلام اباد کې فدرالي قضايي اکېډمۍ ته غوښتل شوی دی.

د اطلاعاتو وزیره مریم اورنګزېب له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، چې د ګډې پلټنې ډلې ته د نواز شریف د ورتللو پرېکړه د پاکستان په تاریخ کې نوی څپرکی دی.

مریم نواز شریف: د پاکستان راتلونکې سیاسي څېره؟

"نوازشریف باید استعفا ورکړي"

د هغې په خبره، یواځې تشې خبرې نه دي، بلکې دې جرګه ګۍ ته د نواز شریف د ور تللو پرېکړه د پاکستان د اساسي قانون د پلي کولو ښکاره ثبوت دی.

"لومړي وزیر کومه پلمه ونه کړه، بلکې د پاکستان د ولس د باور لپاره یې دا پرېکړه وکړه".

ګډه پلټن ډله لومړي وزیر ته په استولي یادښت کې وايي، چې اسناد او ریکارډ هم له ځان سره ور وړي، په ځواب کې لومړی وزارت د دغه یادښت د ترلاسه کولو خبره کوي او وايي، چې نواز شریف به ور شي.

له دې مخکې د نواز شریف یو زوی حسن نواز پنځه ځله او حسین نواز دوه ځله د پوښتنو لپاره ګډې پلټن ډلې ته ور بلل شوي دي.

د انځور حقوق EPA/AFP
Image caption د نواز شریف یو زوی حسن نواز پنځه ځله او حسین نواز دوه ځله د پوښتنو لپاره ګډې پلټن ډلې ته ور بلل شوی

د تېر اپرېل پر ۲۰ د پاکستان سترې محکمې د پاناما لیکس په تړاو له لومړي وزیر نواز شریف د نورو پلټنو لپاره د فدرالی پلټنو ادارې په مشرۍ د ګډې شپږ کسیزې پلټن ډلې (پلټونکې ډلې) د جوړولو حکم وکړ.

دې پلټن ډلې ته په ۶۰ ورځو کې د پلټنو بشپړولو وخت ور کړل شوی دی، چې ۱۵ ورځو کې خپل رپوټ د سترې محکمې دریو قاضیانو ته وړاندې کوي.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف پر ۲۰۱۶ کال له پاناما نه په ډاګیزه شویو اسنادو کې د ده د زامنو او لور د نومونو له خپرېدو وروسته د دې موضوع د څېړنې لپاره د یوه قضايي کمیسیون د جوړولو امر کړی و.

خو وروسته د نورو پلټنو لپاره ګډه پلټن ډله جوړه شوه.

ډاګیزه شوو اسنادو کې ادعا شوې چې د ښاغلي شریف دوو زامنو (حسن نواز او حسین نواز) او یوې لور مریم نواز له هېواده بهر د لسګونو میلیونو ډالرو په ارزښت خپلې شمتنۍ پټې ساتلې.

خو د هغه کورنۍ ټینګار کوي چې کوم ناقانونه کار یې نه دی کړی.

د پاناما په دغو اسنادو کې د پاکستان د ځینو نورو وګړو نومونه هم راغلي دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب