مولانا الله داد افغان طالبانو ته له چندې ټولولو پښېمانه شو

د انځور حقوق A MAJEED
Image caption پاکستان چې له مودې راهیسې ېې کابل او نړیوال د طالبانو پر پټ او ښکاره ملاتړ تورنوي، د چندې ټولولو اعلانونه لاهم په کې څرګندېږي.

د بلوچستان د ږوب ولسوالۍ د لوی جومات مولوي الله داد وايي، له نړيوال قانون سره سم موږ له پاکستانه په افغانستان کې لاس وهنه نه کوو او د افغانستان وسلوالو طالبانو ته چندې نه ټولوو.

د روانې جون میاشتې پر دويمه نېټه له بي بي سي سره په خبرو کې مولانا الله داد ډانګ پېيلي ویلي وو، "د افغان طالبانو په غوښتنه يې د جمعې په لمانځه کې د هغوی لپاره د چندې ټولولو اعلان وکړ". د ده په خبره خلکو ورته تر خپله وسه "چندې ورکړې".

پاکستان کې د وسله والو طالبانو لپاره چنده راټولېږي

د کابل برید او پاکستان کې غبرګونونه

پاکستاني چارواکو سره د افغان طالبانو خبرې

د ږوب د ځايي وګړيو په خبره د مولانا الله داد د طالبانو لپاره د چندې تر اعلان وروسته ځينو طالبانو د جومات په دریو يا څلورو دروازو کې څادرې هوارې کړې او خلکو ورته چندې ورکړې.

اوس تېر ماښام د پاکستان له يوه شخصي ټلویزیون سره په مرکه کې ښاغلی الله داد له دې خبرو پښېمانه شوی او وايي "له نړیوال قانون سره سم دا ښه کار نه دی چې موږ د افغانستان طالبانو لپاره چندې ټولې کړو".

په دې مرکه کې ښاغلی الله داد زیاتوي، که دوی په افغانستان کې لاس وهنه کوي، مطلب چندې ټولوي، نو دا د پاکستان په ګټه نه ده. دی زياتوي "دوی د پاکستان وګړي دي، په پاکستان کې اوسي، د پاکستان د قانون درناوی کوي، نو ولې به د افغان طالبانو لپاره چندې ټولوي؟".

خو له بي بي سي راډيو سره د مولانا الله داد هغه خبرې پرتې دي، چې په کې نوموړي ویلي وو، "په افغانستان کې د اسلامي امارت لپاره يې د جمعې په لمانځه کې د چندې ټولولو اعلان وکړ او زیاته کړې يې وه، چې هغوی دا وخت له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مولوي الله داد وايي د افغانستان وسلوالو طالبانو ته چندې نه ټولوو

د ږوب دغه مولانا چې تر ټولو مخکې يې پر خواله رسنیو یو داسې لیک خپور شو، چې په کې نوموړی د ږوب او شاوخوا سیمو له ملايانو غوښتنه کړې وه، چې د افغان طالبانو مرستې لپاره دې په خپلو جوماتونو کې چندې ټولې کړي.

مولانا الله داد له هغو ټولو خبرو پر شا بلکې پښېمانه و، چې له بي بي سي او ځينو نورو رسنیو سره يې په خبرو کې د افغان طالبانو د چندې په ملاتړ کې کړې وې.

پر خواله رسنیو ډېری ځوانانو لیکلي، اوس د مولانا الله داد په ژبه د پاکستاني پوځ خبرې ښکاري او زیاتوي، همدوی له دې خبرو پېښمانه کړی، چې هسې نه تر نړیوال فشار لاندې شي.

د پاکستان پوځ او استخبارات چې له مودې راهیسې ورباندې د افغان طالبانو د پټ او ښکاره ملاتړ تور پورې کېږي، اوس ډېری په دې باور دي، چې نور يې د خواله رسنیو له وېري ښکاره ملاتړ نه شي کولی او هم ځکه يې مولانا الله داد له خپلو خبرو پر شا کړ.

اړونده مطالب

ورته مطالب