د مجرم همڅېره له ۱۷ کلونو بند وروسته خوشی شوی

د دواړو انځور (ښۍ خوا ته د ریچرډ انځور دی) د انځور حقوق KANSAS CITY POLICE DEPARTMENT
Image caption د دواړو انځور (ښۍ خوا ته د ریچرډ انځور دی)

د امریکا کنساس ایالت چارواکو هغه بندي خوشی کړی، چې د اصلي مجرم څېرې ته بیخي ډېر ورته و او ټیک ۱۷ کاله یې زندان کې تېر کړي دي.

پولیسو اصلي مجرم له ډېرې مودې وروسته وموند، خو د هغه تر نیولو وړاندې یې نا مجرم ټیک ۱۷ کاله په زندان کې اچولی و.

ریچرډ انتوني جانز د اصلي مجرم تر نیول کېدا وروسته خوشی شوی خو دا چې دواړه ډېر زیات سره ورته و، نو ځکه نا مجرم ورته اصلي مجرم ښکاره شوی و.

د حسني مبارک همڅېره له وهلو وژغورل شو

ایرانی "میسي" پولیسو حوزې ته بوتلو

د لیونل میسي او عبدالکریم هراتي کمیابه ورته والی

ریچرډ وویل، تر ۱۷ کلونو بند تېرولو وروسته د اصلي مجرم په موندلو هک پک شوی. پر ده ۱۹ کاله بند ختلی و.

ریچرډ د عیني شاهدانو په وینا، په ۱۹۹۹ کال په غلا تورن شوی و.

د انځور حقوق KANSAS CITY POLICE DEPARTMENT
Image caption ریچرډ دا هم ویلي "کله مې چې د هغه انځور ولید، ټکان مې وخوړ او پوی شوم چې څه پېښ شوي."

په ۲۰۱۵ کال ریچرډ د ځینو څېړونکو په همکارۍ، چې له بې ګناه نیولو شویو سره یې مرسته کوله، د "میډویسټ اینوسینس پراجکټ" په اډانه کې همکاري وغوښته.

ریچرډ څېړونکو ته وویل، زندان کې یې د هغه سړي، چې نوم یې ریکي ښودل شوی، په اړه واورېدل چې له ده سره ډېر زیات همڅېره دی او له څېړنو وروسته په ډاګه شوه چې اصلي مجرم ۱۷ کاله ازاد ګرځېده او پرځای یې بې ګناه سړی بندي و.

ریچرډ دا هم ویلي "کله مې چې د هغه انځور ولید، ټکان مې وخوړ او پوی شوم چې څه پېښ شوي."

نوموړی یوازې د عیني شاهدانو د ګواهیو پربنسټ تورن شوی و او څارنوالانو یې د تورنولو لپاره بل هېڅ کوم معقول دلیل یا ثبوت نه درلود.

اړونده مطالب

ورته مطالب