په موصل کې زهرجنو خوړو سلګونه کسان مسموم کړي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د خوړو له امله مسموم شوي کسان درېیو ځايي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د عراق د موصل ښار چارواکي وايي، موصل ته څېرمه د کډوالو په یوه پنډغالي کې د روژه ماتي زهرجنو خوړو سلګونه کسان مسموم کړي دي.

د کډوالو دغه پنډغالی د عراق د موصل او او ایربیل ښارونو ترمنځ پروت دی.

کوردي خبري اژانس "روداو" د راپور پر بنسټ، د زهرجنو خوړو له امله ۷۵۰ کسان ناروغان شوي او د یوه ماشوم د مړینې راپور ورکړل شوی دی.

کردي ځواکونو پر موصل "لوی برید" پیل کړی

داعش د موصل خلک 'په انساني ډال بدل کړي'

موصل کې داعش 'انسانان د ډال' په توګه کاروي

د خوړو له امله مسموم شوي کسان درېیو ځايي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

کډوالو ته د روژه ماتي تر خوړو وروسته زړه بدی پیدا شوی، ګانګې یې کړي او د بدن اوبه یې کمې شوې دي.

سرچینې زیاته کړې، پر کډوال وېشل کېدونکی (روژه ماتی) د ایبریل ښار په یوه خوړنځي کې پخېږي او بیا د قطر د یوه خیریه بنسټ له خوا پر کډوالو وېشل کېږي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption په موصل ښار کې عراقي ځواکونه له وسله والو سره په جګړه بوخت دي

دغه پنډغالي ته کډوال له موصل ښاره هغه مهال راولېږدېدل چې عراقي ځواکونه له "اسلامي دولت" نومې ډلې د دغه ښار د بېرته نیولو لپاره د بریدونو تابیا وکړه.‌

عراقي ځواکونو د موصل په لوېدیځ کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې پر جنګیاليو ولکه تنګه کړې او تر سخت فشار لاندې دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب