د امریکا لوی څارنوال له روسي چارواکو سره پټې لیدنې رد کړې

جېف سشنز د انځور حقوق Reuters
Image caption جېف سشنز د امریکا تر ټولو لوړ پوړی قضايي چارواکی و، چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ټاکنیز مرکز او روسیې د ممکنه سازش په هکله د اړوند څېړنې له څارلو یې ډډه وکړه.

د امریکا لوی څارنوال جېف سشنز د خپل هېواد کانګرېس ته د څرګندونو پر مهال وویل، چې په واشنګټن کې یې له روسي چارواکو سره پټې لیدنې نه درلودې.

د دغه هېواد تر ټولو لوړ پوړي قضايي چارواکي د مشرانو جرګې د استخباراتو جرګه ګۍ ته وویل، چې د روسیې له کرملین ماڼۍ سره اړیکي یې سوچ درواغ دي.

جېف سشنز د امریکا تر ټولو لوړ پوړی قضايي چارواکی و، چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ټاکنیز مرکز او روسیې د ممکنه سازش په هکله د اړوند څېړنې له څارلو یې ډډه وکړه.

ټرمپ: له روسیې سره د پټو اړیکو خبرې احمقانه دي

جمهوريپالو له روسیې سره د ټرمپ ملي امنیت سلاکار د اړیکو په اړه پراخه پلټنه غوښتې

روسي دیپلوماتان له امریکا نه ووتل

د ښاغلي سشنز په خبره، د دغې څېړنې له څارلو ډډه کول یې د قانون خلاف کار نه و، بلکې د ښاغلي ټرمپ ټاکنیز مرکز ته د سلا مشورې له امله و، ځکه یې باید د عالیې وزارت د قوانینو له مخې له دې څار ډډه کړې وی.

د نوموړي دا څرګندونې د امریکا د فدرالي پولیسو یا اېف بي ای د ګوښه کړل شوي مشر جېمز کومي له خبرو څو ورځې وروسته دي.

ښاغلي سشنز د مشرانو جرګې استخباراتو جرګه ګۍ ته وویل: "ما د روسیې او ډونلډ ټرمپ د ټاکنیز مرکز ترمنځ د ممکنه جوړجاړي په هکله له څېړنې ډډه وکړه، خو د بې بنسټه تورونو په وړاندې له خپل کاري حیثیت په دفاع کې نه ډډې ته کېږم".

د مشرانو جرګې د استخباراتو کمېټه د امریکا د کانګرېس له هغو دوو جرګه ګیو ده، چې د ځانګړي څېړونکي رابرټ مولر تر څنګ د ښاغلي ټرمپ د ټاکنیز مرکز او روسیې ترمنځ د شوني جوړجاړي پلټنه کوي.

د مشرانو جرګې د استخباراتي کمېټې مرستیال مارک وارنر په دغه ناسته کې وویل، اندېښمن دې ته دی چې د امریکا ولسمشر به د روسیې ګواښ او د امریکا په ټاکنو کې د لاسوهنې سختوالي(جدیتوب) ته پام نه و.

لوی څارنوال سشنز په ځواب کې وویل، چې دا ډول لاسوهنه باید هیڅکله هم ونه زغمل شی.

هغه ټینګار وکړ چې په امریکا کې یې د روسیې له سفیر سرګي کیسلیاک سره دوه ځل لیدلي، خو دریم ځل لیدل یې په پلان کې نه و.

هغه دا هم وویل، په یاد یې نه دي چې ښاغلی کیسلیاک یې پر ۲۰۱۶ کال د ډنلډ ټرمپ د وینا مراسمو کې لیدلی وي.

د امریکا رسنیو رپوټ کړې وه، چې د ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال د ښاغلي ټرمپ د بهرني سیاست د روښانولو وینا کې جېف سشنز په واشنګټن کې د روسیې له سفیر سره لیدلي و.

په ورته مهال نوموړي کانګرېس ته د درواغ ویلو تور رد کړ او زیاته یې کړه، "کله مې چې ویل له روسي چارواکو سره مې تماس نه درلود، د خپل اخېستون یا برداشت له مخې مې شوې پوښتنې ته ریښتونی ځواب ور کړی دی".

نوموړي د خپلې استعفا په هکله د امریکايي رسنیو رپوټونه درواغ وبلل او زیاته یې کړه چې فشار ته به تسلیم نه شي.

ورته مطالب