د لندن اورلګېدنه: یو افغان لا ورک دی او د مړو شمېر۱۷ ته پورته شوی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
سیر نقشبندي بي بي سي ته کیسه وکړه چې څنګه یې خپله کورنۍ وژغورله.

چارواکو تایید کړه چې د لندن په لودیځه سیمه کې د استوګنې یوې ودانۍ کې د اور لګېدلو له امله لږترلږه ۱۷کسان وژل شوي او تر ۳۷ ډېر روغتون کې تر درملنې لاندې دي. ویل کېږی د ځینو کسانو حالت نازک دی.

یو افغان چې سوځېدلي ګرینفل ټاور کې یې له خپلې کورنۍ سره ژوند کاوه محمد صابر ندا نومېږي او له پېښې وروسته ورک دی.

یوه خپل یې بي بي سي سره خبرو کې وویل چې تر اوسه د ښاغلي ندا مړی او ژوندی ورک دی. پولیسو ورته ویلي چې په ۵ نورو روغتونونو کې یې ولټوي.

د ښاغلي ندا مېرمن او ځوی اوس هم په روغتون کې د کوما په حال کې دي او خپلوان یې په دې تمه دي چې د ده حال ورمالوم شي.

افغانې کورنۍ

یو بل افغان چې سیر نقشبندي نومېږي او له خپلې کورنۍ سره يې په دې ودانې کې ژوند کاوه بي بي سي ته وویل:

د شپې یوه بجه وه، له کار نه د کور پر لور روان وم. کله چې له موټره ښکته شوم نو ومې لیدل چې زموږ د کور ودانۍ یو طرف اور اخیتسی. لومړی کار مې دا وکړ چې وروړنو ته مې زنګ ووهه او ورته مې وویل چې له کوره را ووځئ ځکه بلاک اور اخیستی. دوی نه منله ځکه ویل یې چې د اور زنګ نه دې چالان. ما ورته وویل چې زه بهر یم او را ووځئ. موږ په درېیم پوړ کې ژوند کاوه نو ځکه ژر را ووتل.

د انځور حقوق Munir Khan
Image caption ښاغلی ندا یو اولاد لري چې هغه هم روغتون کې کوما کې دی.

ښاغلی نقشبندي وايي چې په ۵ دقیقو کې اور نور پوړونو ته پورته شو. د نوموړي په وینا دلته شاوخوا څلور افغانې کورنۍ اوسېدلې.

ښاغلي نقشبندي زیاته کړه یوه افغانه مېرمن مې ولیدله چې چیغې وهلی او ویل یې لور مې دننه پاتې ده.

د لندن د پولیسو یو قومندان سټوارت کندي وویل، د دې وېره شته چې د مړو شمېر تر دې هم ډېر شي.

سیمې کې د مرستې او ژغورنې ډلې اوس هم بوختې دي.

لومړۍ وزیرې تېریزا مې د چټکو پلټنو امر کړی چې مالومه کړي دومره خلک ولې په دې اورلګېدنه کې وژل شوي دي.

ښاغلي کندي چې د اور د لګېدو لامل یې ونه وایه وویل، دا به وختي وي چې د اورلګېدنې د څرنګوالي وړاند وینه وشي، خو د اور یوه کارپوه ارنولد تارلنګ لږترلږه د اور د خپرېدو پړه ودانۍ کې د یو ډول موادو پر کارولو اچوي.

ښاغلي تارلنګ بي بي سي ته وښودله چې سپنج ډوله مواد چې حرارت د ساتلو لپاره ګرینفل ټاور کې کارېدلي ول، په څومره چټکۍ اور اخلي او خپروي یې.

په ورکو کسانو کې چې د ځینو نومونه او عکسونه خپاره شوي، لږترلږه یو بل کس هم ښکاري چې افغان وي.

دی علي یاور جعفري نومیږي.

Image caption د علی یاور جعفري نوم په ورک شویو کسانو کې دی.

ویل کېږي دغې ودانۍ کې نژدې ۶۰۰ کسان اوسېدل.

عیني شاهدانو ایسار پاتې شوي خلک لیدلي چې د مرستې او د خپلو ماشومانو د ژغورنې لپاره یې چغارې وهلې.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
په دغه ودانۍ کې سلګونه کسان ژوند کوي

ګرینفل ټاور نومې دغې ودانۍ چې ۱۲۰ اپارتمانه یې درلودل، د ښاروالۍ اړوند وه، خو ویل کېږي ساتنه یې یوه خصوصي شرکت کوله.

که څه هم اور وژل شوی دی، خو داسې اندېښنې شته، چې ښايي د سوځېدو له کبله ودانۍ ړنګه شي. پولیس د احتیاطي تدبیر په توګه خلک ودانۍ ته نژدې نه پرېږدي.

ګرینفل ټاور ودانۍ په ۱۹۷۴ کال کې جوړه شوې ده چې د حکومتي کورونو د یوې لویې پروژې برخه وه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption لومړۍ وزیرې مې نن د پېښې له سیمې کتنه وکړه.

اړونده مطالب