امریکا: ایران کې د واک سوله ییز بدلون غواړو

ښاغلي ټیرلسن د مشرانو جرګې بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ ته وینا کوله د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلي ټیرلسن د مشرانو جرګې بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ ته وینا کوله

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن د چهارشنبې په ورځ د دغه هېواد ولسي جرګې ته وویل، د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ حکومت په ایران کې له سوله ییزې لارې د واک لېږدولو ملاتړ کوي.

نوموړي د بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ ته په خبرو کې زیاته کړه: "د ایران په هکله زموږ سیاست بشپړېدونکی دی. تراوسه مو ولسمشر ته وړاندې کړی نه دی. خو وایم، چې موږ په سیمه کې د ایران تاوتریخجن شتون ته سخت پام کوو".

هغه زیاته کړه: "د ایران په هکله زموږ سیاست دا دی چې د تهران واک او برتري په شا کړو، د اټومي وسلو په تولید کې یې وړتیا پېزوان یا مهار کړو او په ایران کې د داسې خلکو ملاتړ وکړو چې حکومت په سوله ییز ډول بدل کړي. البته لکه څنګه چې پوهېږو دا ډول کسان شته".

امریکا: ایران 'نړۍ کې د ترهګرۍ لوی تمویلوونکی دی'

ایران: سعودي او امریکا د تهران بریدونو مسوول دي

پر ایران بندیزونه؛ هند ته د چابهار پراخولو خنډونه

ایران او امریکا د سیمې په کشمکش کې تر ډېرو په دوو خواو کې دي.

امریکا د سوریې له حکومت او حزب الله ډلې د ایران له ملاتړ او له اسراییل سره د تهران د دوښمنۍ له امله پر دغه هېواد نیوکې کوي.

د امریکا دفاع وزیر جېمز متیس هم په وروستیو کې ویلي، په منځني ختیځ کې چې هر ځای "ستونزه" شته، تر شا یې ایران لیدل کېږي.

ایران څه وايي؟

ښاغلي ټېلرسن له دې مخکې هم "ایران د ترهګرۍ ملاتړي دولت" په نوم یاد کړی، خو تهران دا تور ردوي.

دغو نیوکو ته په ځواب کې د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي د دوشنبې په ورځ وویل: "په وروستیو کې امریکایان د ایران په هکله د نړیوالې ګډوډۍ په نوم د سیمې د ګډوډولو خبرې کوي، په ځواب کې باید ورته وویل شي چې دا سیمه په تاسو پورې څه تړاو لري او دویم دا چې د سیمې د بې ټیکاوه کولو عامل تاسو او ستاسو کسان دي".

له ایران سره اټومي تړون

ښاغلی ټېلرسن د ایران او شپږو قدرتونو ترمنځ د اټومي تړون په هکله د ډونلډ ټرمپ د حکومت بدبیني بیان کړه:

"ریښتیا خبره دا ده چې د دې تړون بنسټ بد اېښودل شوی دی. د ایران د ژمنتیا کچه ډېره ټیټه ده. ځکه باید دا هیښوونکې نه وي چې هغه پلی کوي. ځکه پلي کول یې ورته سخت نه دي".

هغه زیاته کړه: "د دې تړون له جوړښت او متن دواړه لوري ځانګړی او مختلف اخیستون یا برداشت کولی شي. دا یاد لرل مهم دي، چې دا تړون څو اړخیز دی. زموږ ملګري زما په اند زموږ په لور دي، هغوی به هم خپل اخیستون ترې لري".

د امریکا د بهرنیو چازو وزیر د اپرېل منځنیو کې کانګرېس هم په دې خبر کړ چې د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ حکومت غواړي دا وګوري، چې د اټومي تړون له مخې له ایران بندیزونه لرې کول د متحده ایالتونو د ملی امنیت خوندي کولو په ګټه دي که نه.

هغه وخت د امریکا حکومت وویل، چې دولتي ادارې به په ۹۰ ورځو کې د ایران د بندیزونو د ځنډولو په هکله خپلې سپارښتنې وړاندې کړي.

ورته مطالب