قطر له امریکا سره د جنګي الوتکو ۱۲ میلیارده ډالره هوکړه وکړه

په دې معامله کې ۳۶ جنګي الوتکې هم دي د انځور حقوق US Department of Defence
Image caption په دې معامله کې ۳۶ جنګي الوتکې هم دي

د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس او د قطر د دفاع د وزیر خالد العطیة ترمنځ د ۱۲ میلیاردو ډالرو په ارزښت قطر ته د ایف ۱۵ جنګي الوتکو د ورکړې یو تړون لاسلیک شو.

د امریکا دفاع وزات (پنتاګون)وايي، دا معامله داسې مهال شوې، چې ولسمشر ټرمپ په وروستیو کې پر قطر نیوکه وکړه او د ترهګرۍ ملاتړی یې وباله.

د تېرې جمعې په ورځ ټرمپ وویل، قطر په لویه کچه د ترهګرۍ ملاتړی هېواد دی چې دا کار یې د امریکا هغه هڅې په سیند لاهو کوي چې غواړي له قطر سره د نورو خلیجي هېوادونو د بندیزونو رامنځ ته شوې لانجه سپکه کړي.

"قطر کې حاکم نظام د القاعده خبرې کوي"

اردوګان: د قطر ګوښي کول غیر انساني او د اسلامي ارزښتونو خلاف دي

ټرمپ له قطر نه د "ترهګرۍ ملاتړ" ختمولو غوښتنه کړې

ټرمپ د دوحې په تړاو د ریاض د اخیستي ګام په اړه وویل، دا چې امریکا په دې مسله کې په احتیاط سره ګام اخلي، خو په عین حال کې د شخړې د ختمولو لپاره د دواړو خواوو ترمنځ د هواي هلې ځلې هم کا.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د امریکا ولسمشر د قطر په تړاو د ریاض د ګام ملاتړ کړی

پنتاګون په یوه خبرپاڼه کې ویلي دا معامله به: "قطر ته دا وړتیا ورکړي چې ځان پیاوړی کړي او د قطر او امریکا ترمنځ د امنیتي همکارۍ او مشارکت روح به قوي کړي."

مټیس د قطر او امریکا ترمنځ ګډو امنیتي اندېښنو ته هم اشاره کړې.

خو د امریکا دفاع وزارت ددغې معاملې په باب نور ډېر جزییات نه دي ورکړي، خو ویل کېږي چې په دې معامله کې ۳۶ جنګي الوتکې هم دي.

تېر کال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت قطر ته د ۷۲ ایف ۱۵ جنګي الوتکو د ورکړې له معامې پرده پورته کړه چې په دې سره له قطر سره د امریکا د راکړې ورکړې ارزښت ۲۱ میلیارد ډالرو ته رسېدلی.

ورته مطالب