د امریکا دفاع وزیر: افغانستان کې پخوانۍ تېروتنې نه تکراروو

د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس د اپریل په ۲۴مه په یوه ناڅاپي سفر کابل ته تلل و. د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس د اپریل په ۲۴مه په یوه ناڅاپي سفر کابل ته تلل و.

د امریکا د دفاع وزیر جمیز مټیس وايي امریکا به د افغانستان په اړه پخوانۍ تېروتنۍ تکرار نه کړي. د امریکا د فاع وزیر ټینګار وکړ، امریکا اجازه نه ور کوي چې " افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو په پټنځي بدل؛ د امریکا او ملګرو ملي ګټې وګواښي."

ښاغلي ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر ټاکلو واک هم ښاغلي مټیس ته ور کړی دی.

د امریکا ولسمشر سه شنبه (جون ۱۳مه) په افغانستان کې د امریکا ځواکونو د شمېر په هکله د پرېکړې واک د امریکا دفاع وزارت ته وسپاره.

پنټاګون تر اوسه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر په اړه خپله وروستۍ پرېکړه نه ده کړې، خو یو شمېر رسنیو ویلي، دغه هېواد غواړي ۵۰۰۰ نور سرتېري افغانستان ته واستوي.

ښاغلي مټیس موده وړاندې د امریکا کانګریس ته وویل، امریکا په جګړه کې پر طالبانو برلاسې نه ده، خو دا وضعیت به ژر بدل شي " تر یوي میاشتي به له طالبانو سره د مبارزي په اړه د امریکا نوې تګلاره کانګریس ته وړاندې کړو."

ښاغلي مټیس چې د سنا جرګې د وسله والو ځواکونو کمېټې ته خبرې کولې وویل "دمګړۍ طالبان په افغانستان کې د ځواکمنېدو په حال کې دي".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مټیس ومنله چې امریکا باید د افغانستان په اړه خپله تګلاره ژر بدله کړي

کله چې جمهوریپال سناتور جان مکین ښاغلي مټیس ته وویل، امریکا باید ژر خپله تګلاره بدله کړي او افغانستان ته نور امریکايي ځواکونه ولېږي، نو جنرال مټېس وویل، دولت هم دا ژروالی درک کړی دی.

امریکا دمګړۍ په افغانستان کې ۸ زره پوځیان لري چې تر ډېره د افغان ځواکونو پر روزنه او جګړه ییزې ملتیا بوخت دي.

ستاسې نظرونه

صفي الله ساپي پر بي بي سي فیسبوک لیکلي: نوره جګړه بس دی، سولې ته اړتیا ده.

ظاهر خان: زما په نظر لومړی باید دافغانستان هوايي او ځکمنی پوځ اکمال شي چې خلک پوه شي موږ وسله وال پوځ لرو.

انور خان وطنیار: امریکا هیڅکله د افغانانو سره ریښتیني مرسته نه کوي. په اول قدم کې باید په پنجاب کې د ترهګرو مرکزونه له منځه یوسي.

پښتونیار: یوازینی کار چې امنیت ورسره خوندي کېدلی شي کیږی او تر اوسه امریکا نه دی کړی د امریکا بشپړ وتل دي.

شاه خان ځدران: که امریکا غواړي له افغانستان سره مرسته وکړي نو افغانستان ته د نورو پوځیانو د رالېږلو پر ځای: افغانستان ته وسله ورکړي او پر پاکستان بندیزونه ولګوي. بیا سوله راتللی شي.

ضیاالله مخلص: افغانستان کې د امریکا شته والي وسله والو ته د جنګ جواز جوړ کړی. امریکا ته په کار ده چې له افغانستانه په بشپړه توګه ووځي یا په جنګ کې له ښکلتیا لاس په سر شي او خپله ټوله توجو د افغانستان ترقۍ ته کړي. که د مور بم په څېر بمونه دلته وکاروي هیڅکله به هم دلته جګړه ختمه نه شي.

عبدالحق: افغانستان خپله ټول پوځیان وویستل خو د طالبانو د بریدونو له وجهې دا دې بیا راځي. افغانستان کې د امریکا ته شته والي ټوله وجهه طالبان دي. طالبان نه غواړي چې امریکا له افغانستانه لاړه شي که نه دومره بریدونه به یې نه کول.

خالډ افغان: که امریکا غواړي دا جګړه وګتي باید پاکستان ووهي. دویم جهادي قومندان او زورواکي او د کمونیست ادارې جنرال، قاضیان او څارنوال پرې نږدي.

عارف خان کاریزوال، هلمند

اول باید د پاکستان سره د ډیورینډ مسله حل کړي.

دوهم د افغانستان په اوسني نظام کې باید پراخ بدلون راولي.

دریم ؛ په افغانستان کې باید اساسي پرمختللي اقتصادي منبع فعاله شي او د بیکارۍ کچه ډېره را ټېټه شي .

امین یوسفزی: امریکا نه غواړي چې په افغانستان کې امن او سوله راشي، دې ۲۱ مې پیړۍ ته وګورې چې څومره په عصري تکنالوجي سمبال هیواد دی، امریکا په نړۍ کې یو ستر طاقت دی او د یوې کوچني ډلګو مخه نشي نیولی، دلته دوه خبرې دي یا امریکا په ناامني کې خپل ګټې ګوري او یا تور او سپین بېرغ د همدوی (امریکا) لخوا حمایه کېږي.

عبدالبصیر حسنزی: امریکا باید چې په پاکستان فشار راوړي چې د سولې په رخه کې په ریښتینې توګه كار وکړي او په خپله امریکا هم باید په خپلو وعدو عمل وکړي.

حمدالله سالک: د امنیت د خوندي کېدلو لپاره باید او باید امریکا دلته خپل نظامې حضور پای ته ورسوي او افغان دولت تقویه کړي.

نیمګړې هیلې: امريکا بايد په پاکستان اقتصادي بنديزونه ولګوي، پاکستان مجبور کړي چې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي او افغانستان کې لاس وهنه بنده کړي.

ورته مطالب