''که ډيموکراسي نه وي، پاکستان به هم په خطر کې وي''

د پاکستان لومړی وزیر نوازشریف د انځور حقوق AFP

د پاکستان لومړی وزیر نوازشریف نن چارشنبه د هغې ډلې پر وړاندې حاضر شوی، چې د هغه پر کورنۍ د درغلۍ د تورونو څېړنه کوي. له دې ډلې سره تر لیدلو وروسته ښاغلی شریف له رسنیو سره په خبرو کې دا هر څه د ډيموکراسۍ ضد يوه دسیسه بللې.

لومړي وزیر ویلي، مخکې هم په وار وار د ډېموکراسۍ ضد قوتونو پر ده او کورنۍ يې د درغلۍ تورونه لګولي او له همدې لارې يې ډېموکراسۍ ته خطر پېښ کړی دی.

نوازشریف او د هغه د کورنۍ ضد دغه پلټونکې ډله د پاکستان د سترې محکمې په پرېکړه جوړه شوې، چې د هغه او کورنۍ پر ضد هغه تورونه وڅېړي، چې له مخې يې دوی په بهرنیو هیوادونو کې لږ تر لږه اته داسې شرکتونه لري، چې له ولسه يې پټ ساتلي دي.

"نوازشریف باید استعفا ورکړي"

د پاکستان ستره محکمه: د نوازشریف خلاف کافي ثبوتونه نشته

تېر کال لومړی ځل د دغو شرکتونو په تړاو د پانامه په ډاګیزه شویو اسنادو کې د پاکستان د لومړي وزیر د کورنۍ د ځينو غړیو نومونه هم و، چې وايي، د دغو شرکتونو مالکان دي. د نوازشریف کورنۍ دا تورونه ردوي.

تردې وروسته د اپوزیسيون دویم لوی ګوند تحریک انصاف مشر عمران خان د هغه پر ضد د پاکستان سترې محکمې ته لاړ او دغې محکمې یو کال وروسته د روان کال په اپريل مياشت کې ددغې څېړنډلې د جوړولو امر ورکړ.

لومړی وزیر نوازشریف دا هر څه د ډېموکراسۍ ضد دسیسې بولي او زیاتوي، دده په تېرو حکومتونو کې هم هغو قوتونو چې په هیواد کې يې ډيموکراسي نه غوښته، پر دوی يې ورته تورونه لګولي خو ثابت کړي يې هيڅ هم نه دي.

که څه هم نوازشریف د هغو قوتونو نوم وانه خیست، چې څوک په پاکستان د ډيموکراسۍ ضد دي، خو د دغه هیواد پوځ تر ډېره هغه حکومتونه نړولي، چې د دوی په خوله نه کوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب