غمیزې څرنګه د برتانیا ټولنه یو موټی کوي؟

د لندن برید د انځور حقوق Getty Images
Image caption دلته د ټولنې هر غړی پرته له دې چې مذهب، توکم او یا هم نژاد په پام کې ولري، له درېدلو سره په غم کې ځان شریکوي

د نړۍ په هر هېواد کې سیاسي لانجې، ټاکنې، قومپالنې، مذهبي او توکمیز توپيرونه د ټولنې د غړو ترمنځ درزونه رامنځ ته کوي. خو د متمدینو ټولنو یوه مهمه ځانګړنه دا وي چې دا هر څه د غمیزو او ملي ګټو پرمهال څنډې ته پرېږدي او چلند یې د یوه واحد ملت په بڼه وي.

همداسې یوه څه مې په برتانیا کې د ټولنې د غړو ترمنځ احساس کړل.

په بریتانیا په ځانګړي ډول لندن کې له تېرو نژدې درېیو میاشتو راهیسې څو پرلپسې خونړۍ پېښې وشوې.

د برتانیا پر پارلمان برید، له هغې وروسته په مانچیسټر کې پر یوه کنسرت مرګونې حمله او همدا نن په یوه لوړ پوړيزه ودانۍ کې د اور لګېدنې پېښه یې بېلګې دي.

دا پېښې مې د خبري پوښښ لپاره له نژدې څارلې.

د لندن په لوېدیځ کې د استوګنۍ دنګې ودانۍ چې ټوله ورځ په کې اور لمبې وهلې، تر څنګ یې د هرې ټولنې داسې سړي او مېرمنې راټولې شوې وې چې له سهاره تر بېګا یې د قربانیانو له خپل خپلوانو سره د غمشریکي په پار هغوی ته خواړه، اوبه او د اړتیا نور توکي برابرول.

د هستوګنې په دې ودانۍ کې د ۱۲۰ په شاوخوا کې کورنۍ اوسېدې چې ښايي هیڅ یوه ته یې دا فرصت نه وي برابر شوي چې آن یوه جوړه کالي له ځان سره وباسي. هغوی بختور وو چې ژوندي وتلي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption برتانیا کې په ځانګړې توګه لندن کې نژدې د هر مذهب او بېلابیلو ټولنو خلک اوسېږي چې د داسې پېښو په ورځ یو موټی وي

آن داسې یوه مېرمن مې هم ولېده چې د خپل اولاد زانګو او د هغوی د لوبو وسایل یې ژغورل شویو ته راوړې وو.

د مرستې دې کاروان ته هر سړي د خپل وس لاس ورکاوه. په دواړه پښو معلوله یوه ښځه په متحرکه څوکۍ له ډېره لرې ځایه کڅوړه په لاس راغله، ومې پوښتله چې څه یې راوړي "خپلې جامې مې دي، مرسته کوم "

ښايي د خلکو مرستو او خوړو ته د قربانیانو د خپلوانو اړتیا پیدا نه شي، خو دا ډول پېښې چې تراژېدي زېږوي تر ډېره یوه ټولنه لا همغږې او یو موټی کولای شي.

د سوځېدلې ودانۍ بل اړخ ته نور ګڼ خلک راټول شوي وو، دلته بیا خلکو د خپلو ورکو شویو عزیزانو لټه کوله.

دلته حالت له وير ډک ښکاریدل خو هر څوک د ډاډګیرنې په پار یوه بل ته تسلیت ورکوي.

د هر مذهب پیروان خو یو موټی

باید ووایم، خبره د حکومتي چارواکو نه ده، د ټولنې هر غړی پرته له دې چې مذهب، توکم او یا هم نژاد په پام کې ولري، د وېرېدلو د غم په کمېدو او د صبر په ډېرېدو کې خپله ونډه اخلي.

په جوماتونو، کلیساوو او نورو عامه ځایونو کې مې ګڼ داسې خلک ولیدل چې د هر عمر او هر مذهب پیروان وو خو ټول لکه د یوه بدن غړي دردېدل او یو موټي ښکارېدل.

په مانچستر پر کنسرت له ځانمرګي برید وروسته مو ولیدل چې د سیاستوالو په ګډون یې زرګونه خلک په دا را وروسته ورځو کې د برید ځای ته څېرمه راټول شول او په یو غږ یې د توندلارۍ ضد اواز زمزمه کاوه.

دا ډول ګډ دریځ تر ډېره د نورو بریدونو او ناوړه پېښو مخه هم ډب کولای شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د لندن په دې ودانۍ کې د اور لګېدلو له امله لږترلږه ۱۷کسان وژل شوي. د یوه افغان په کډون د ځینو کسانو مړی او ژوندی ورک دی

ځکه دوی غمیزې او ناورینونو نه یوازې شخصي ګټو بلکې ملي ګټو ته رېښتونې ضربه بولي او له همدې وجې په هره ناوړه پېښه کې د ټولنې هر وګړی پرته له دې چې هر ډول تو پیر په پام کې ونیسي، په مخنیوي کې یې ځانونه مکلف ګڼي.

په افغانستان کې هم ډېره کله دا ډول پېښې د خلکو ترمنځ یو والي ته لار پرانیزي خو کله ناکله ترې د خواخوږۍ سپيڅلې روحیه سیاسي اجنډا یوسي.

ځینې په دې باور دي چې دا هر څه همغسې چې پخوانیو فلیسوفانو ویلي، تر ډېره د ټولنې د وګړو تر اخلاقي روحیې پورې تړلې دي.

خو عام ولس، که په هر ځای کې وي، په دا ډول غمیزو کې بشري اړخ تر ټولو لوړ ګڼي او همدا انګېزه د دوی ترمنځ د بېلوالي دېوالونه ړنګوي او ټولنه همغږۍ لوري ته بیايي.

خو له دې ټولو سره سره، په بشري ناورینونو او مرستو کې د ټولنې د عادي خلکو او سیاستوالو ترمنځ رېښتونی ګډ دریځ د پرمختللې او متمدنې ټولنې ښکاره بېلګه ده چې د درېمې نړۍ هېوادنو کې ډېره نه لېدل کېږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب