ایرانیانې ولې پر چارشنبې سپینې جامې اغوندي؟

ایرانیانې په هره چارشنبې د جامو د مشخص قانون پروړاندې د مخالفت په پار سپینې جامې اغوندي د انځور حقوق MY STEALTHY FREEDOM
Image caption ایرانیانې په هره چارشنبې د جامو د مشخص قانون پروړاندې د مخالفت په پار سپینې جامې اغوندي

په ایران کې پر خواله رسنیو د حجاب اغوستلو د جبري قانون پروړاندې نوی کمپاین پیل شوی دی.

د کمپاین ګډونوالو د سپینې چارشنبې په نوم هشتګونه کارولي، د ځانونو داسې انځورونه او وېډیوګانې یې خپرې کړې چې سپین پړوني یې پرسر کړي یا یې له دغه قانون سره د مخالفت په پار سپینې جامې اغوستې دي.

د دغې مفکورې څښتنه معصومه د (زما سلب شوې ازادۍ) د بنسټ او وېبپاڼې چلوونکې ـ مسیح علي نژاد ده، دا خوځښت د نوي قانون له مخې د حجاب ضد کمپاین مخالفت کوي.

د ایران له انقلاب (۱۹۷۹) وړاندې ګڼو ښځو په ایران کې له لوېدیځو جامو ګټه اخیسته، لکه لنډ کمیسونه چې ګونډو لږ ښکته پورې به وې، نیم لستوڼي لرونکي بلوز به یې اغوستل، خو دا ټول واک ته د ایت الله خمیني په رسېدو سره بدل شول.

عراق کې '۲۰۰ کردۍ ایرانۍ ښځې' د داعش پر ضد جنګېږي

بې حجابه؟ د ایران ولسمشر جالب ټویټ

چین په عامه ترانسپورت کې پر حجاب بندیز لګولی

ښځې نه یوازې د اسلامي شریعت د قوانینو له مخې د سر پټولو ته اړایستل کېږي، بلکې د سینګار له کارولو هم منع کړل شوې دي او باید اوږد حجاب ولري.

په ۱۹۷۹ کال ددغه قانون پروړاندې تر ۱۰۰ زرو ډېرې ښځې او نارینه واټونو ته راووتل، چې لاهم دغه مخالفت دوام لري.

د انځور حقوق AFP
Image caption المحافظون يريدون أن تفرض السلطة زيا معينا

د (زما سلب شوې ازادي) وېبپاڼې له تېر درو کلونو راهیسې تر ۳۰۰۰ ډېر انځورونه او وېډیوګانې خپرې کړې چې ښځې پکې لوڅ سرونه ښکاري.

دا کار ددې لپاره شوی چې ځان ته د چارواکو پام ورواړوي، خو د سپینې چارشنبې هشټګ کمپاین ښځو ته په عام محضر کې د راڅرګندېدو او د خپل غږ پورته کولو یو ډول حق ورکړی.

خطر ته ځان ورکول

دې کمپاین -ـ چې پنځمې ورځې ته غځېدلی ـ ډېر مینه وال لرلي، معصومې علي نژاد په لومړیو دوو اونیو کې تر ۲۰۰ ډېرې وېډیوګانې استولې، چې ځینې یې ان ۵۰۰۰۰۰ ځلې هم کتل شوې دي.

یوه ګډونواله په یوه وېډیو کې چې په عام سړک روانه ده وايي "ویاړم چې په دې کمپاین کې ګډون کوم."

دغه ښځه چې خپله هم ټیکری یا پړونی نه لري وايي: "غواړم د خپل زندان په اړه درته وغږېږم.. له اوه کلنۍ راهیسې یې حجاب راباندې فرض کړی. هېڅکله یې پخپل زړه نه مراعاتوم، او هېڅکله به دا کار ونه کړم".

معصومه وايي، د ښځو په دغه شجاعت خوشحاله ده، ښځو داسې وېډیوګانې ورته استولې چې پر سړک روانې دي او هېڅ پړوني هم نه لري.

دا زیاتوي: "کله مې چې د یوې ګډونوالې د خوندیتوب په باب فکر شو، دې ویل غواړي په ایران کې ښځې له هغه ذهني زندان نه راوباسي چې له ۳۸ کلونو راهیسې پکې بندیوانې دي".

ددې پروژې مدیریت د معصومې لپاره یو له خوښۍ ډک کار دی، دا وايي په یوازې سر دغه کار مخته وړي، خو ځینې وخت رضاکارانې هم همکاري ورسره کوي، خو ډېری وخت د شپې خوب نه کوي او کرۍ شپه وېډیوګانې پر انټرنېټ خپروي.

ګڼې دغه وېډیوګانې له ایران نه وراستول کېږي، خو معصومه له سعودي او نورو لیرو سیمو ـلکه اروپا او امریکا نه هم ورته ګډونوالې لري.

د انځور حقوق MY STEALTHY FREEDOM
Image caption یوه ګډونواله

په افغانستان کې یوې ښځې هغې ته لیکلي چې دا کمپاین یې ډېر خوښ دی، خو لاهم وېره لري چې خپل بې حجابه انځور دوی ته ورواستوي.

په افغانستان کې د حجاب اغوستل جبري نه دي، خو ګڼې نجونې او ښځې د کورنیو له خوا ورته اړایستل کېږي.

خواله رسنیو کې غبرګونونه

معصومه وايي غواړي ایراني ښځې ازادې کړي، او نارینه یې ددې کار ملاتړ کوي.

د کمپاین یوه برخه واله وايي دا ضروري ده ځکه چې راتلونکي نسلونه باید له دې زندان نه وژغورو.

معصومه ځان په دې کمپاین کې مرسته کوونکې ګڼي نه مشره.

د انځور حقوق MY STEALTHY FREEDOM
Image caption له دې کمپاین سره نا مسلمانو ښځو هم ملاتړ ښودلی

دا وايي، ایرانيانې "د ځان چارې پخپل لاس کې اخلي، ما ته اړتیا نه لري، یوازې غږ پورته کولو ته اړتیا لري... زه همدا اسانتیا ورته برابروم."

خو د هغې دا کار اسانه نه دي، معصومه چې دا مهال امریکا کې د تبعید ژوند کوي، له ۲۰۰۹ کال راهیسې یې ایران په سترګو نه دی لیدلی، خپل هېواد ته له دې وېرې نه شي تللی چې هلته به ونیوله شي.

د ایران تسنیم خبري اژانس مشر د کمپاین په وروستیو کې د معصومې او د هغې د مېړه انځور خپور کړی، او دا یې یوه بدلمنې ښځه بللې ده.

همداشان، (مشرق نیوز) وېبپاڼې ـ چې د ایران د انقلابي ګارد اړوند دی ـ هم د معصومې د کورنۍ او د هغې د مور او پلار یو ګډ پخوانی انځور خپور کړی، چې تر پوندو پورې تور ټیکری یې اغوستی. د انځور کپشن کې یې لیکلي "مرګ دې پر تا وي مسیح".

د انځور حقوق MASIH ALINEJAD
Image caption معصومه وايي غواړي خپل کمپاین نړیوال کړي

خو معصومه وايي، که پایلې هر ډول وي، د ښځو د ازادۍ له مبارزې به لاس وانه خلي.

اوس دا هڅه کوي خپل دا کمپاین نړیوال کړي، داسې چې له سپینې چارشنبې هشټګ سره نورې زړه سواندې ښځې هم یوځای او خپل ملاتړ ډېر کړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب